د کمیابه مرغانو پر پېر او پلور بندیز ولګول شو

باز
Image caption که څه هم د مرغانو یوشمیر شوقیان او پلورونکي د دولت د ې اقدام مخالفت کوي، خو یوشمېر نور بیا دا د نادرو مرغانو د ساتنې لپاره یو اړین اقدام بولي.

هرات د چاپېریال ساتنې ادارې په سیمه کې د نادرو او ارزښتناکه الوتونکو پر پیر او پلور بندیز لګولی او د پولیسو په مرسته یې د نادرو مرغانو یوشمېر پلورونکي نیولي هم دي.

چارواکي وایي دا اقدام یې ځکه کړی چې د نادرو مرغانو د نسل د انقراض (له منځه تلو) مخنیوي وشي.

سیمه ییز چارواکي وایي زرکې، بازان، میناوې او ان کارغان ګاونډيو هېوادونو ایران او پاکستان ته په قاچاقی توګه وړل کېږي.

تر دی وړاندې په هرات کې د نادرو مرغانو پر ښکار بندیز لګول شوی و، خو دا لومړی ځل دی چې چارواکي د دا ډول الوتونکو د پلورلو د مخنیوي په موخه عملي ګام پورته کوي.

چارواکي وایي د ارزښتناکه مرغانو یوشمېر پلورونکي نیول شوي او شاوخوا ۳۰۰ دا ډول مرغان چې په پټه پلورل شوي وو، بېرته له ښاره لیرې پرتو سیمو ته لېږدول شوي دي.

د هرات د چاپېریال ساتنې ادارې ریس عبدالقیوم افغان وایي دا اقدام یې ګاونډيو هېوادونو ته د مرغانو د قاچاق نه د مخنيوي په موخه ترسره کړی:

''اوس د ځینو مرغانو پر پېر او پلور لکه زرکې، کارغان، میناګانې او باز چې پخوا به په قاچاقي توګه لېږدول کېدل، بندیز لګول شوی. میناګانې ایران ته او زرکې او باز پاکستان ته وړل کېدل، خو اوس مو بندیز لګولی او د قاچاق مخنیوی به یې هم وشي.''

سره له دې چې دا بندیز اوس په ازمایښتي توګه د یوه کال لپاره وضع شوی، خو چاوراکي وایي ښایي نظارت لا سخت او د بندیز موده د نورو کلونو لپاره هم اوږده شي.

که څه هم د مرغانو یوشمېر شوقیان او پلورونکي د دولت دې اقدام مخالفت کوي، خو یوشمېر نور بیا دا د نادرو مرغانو د ساتنې لپاره یو اړین اقدام بولي.

د افغانستان په لوېدیځ کې کله کله د چاپېریال ساتنې ادارې د ځینو نورو څانګو په مرسته د چاپېریال د اصلي سرچینو او شتمنیو د ساتنې په موخه زور هم کارولی، خو دوی پر دی هم ټینګار کوي چې د خلکو د پوهاوي د کچې د لوړاوي په موخه باید تبیلغاتي او کولتوري پروګرامونه خپاره شي ځکه په هغو سیمو کې چې سل په سلو کې د قانون د عملي کېدو امکان نه شته، یوازې له خلکو سره د مسوولیت احساس کولای شي چې په دې برخه کې شته ګواښونه له منځه یوسي.

ورته مطالب