''که چا وسله والو ته ځای ورکړ، نغدي به جریمه کېږي''

قومي مشران
Image caption که څه هم ولسوال وسله والو ته د قومي خلکو له خوا د ځای نه ورکولو خبره کوي، خو قومي مشرانو بیا په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

د ننګرهار دخوګیاڼو ولسوال وایي ددې ولسوالۍ قومي مشرانو او سپین روبو ورسره ژمنه کړې چې په خپلو سیمو کې به د حکومت وسله والو مخالفینو ته ځای نه ورکوي.

ولسوال محمد حسن بي بي سي ته وویل:''قومي مشرانو پرېکړه وکړه، چې که په چا ثبوت شوه، چې وسله والو ته يې ځاى ورکړى او يا يې له هغوى سره مرسته کړې، نو له ۱۰۰ زره افغانيو نيولې تر ۳۰۰ زره افغانيو پورې نقدي جريمه به ترې اخيستل کېږي.

د ننګرهار د خوګياڼيو ولسوال حاجي محمد حسن وایي ددغه ولسوالۍ سپين روبو او قومي مشرانو د امنيت په موخه غونډه كې ژمنه وركړې، چې په خپلو سيمو كې به د وران کارو کړنو اجازه هېچا ته نه ورکوي.

د حاجي محمد حسن په وينا، قومي مشرانو دا ژمنه هم وکړه، چې که تر دې وروسته په خوګياڼيو کې چا وسله والو ته شپه ورکړه او يا يې د هغوى نوره لارښوونه او مرسته وکړه، نو نقدي جريمه به ترې اخیستل کېږي.

د خوګياڼيو ولسوال د قومي مشرانو له قوله وایي، د دوى له دې پرېکړې سره به په خوګياڼيو کې امنيتي وضعیت ښه شي.

خو کله چې مې د خوګیانو له څو تنو مشرانو او قومي سپین ږیرو سره په دې اړه خبرې وکړې، هغوی که څه هم په ټوله کې د حکومت د ملاتړ خبره کوله او دا یې ویل چې د تاریخ په اوږدو کې یې د هر نظام ملاتړ کړی، خو په ځانګړي ډول یې د حکومت وسله والو مخالفینو ته د ځای نه ورکولو په برخه کې له څه ویلو ډډه کوله او داسې یې ښودله چې ګواکي دوی وېره لري.

خوګیاڼي د ننګرهار هغه سیمه ده چې د نورو ولسوالیو پرتله په کې امنیتي حالت خراب دی.

په رڼا ورځ په کې حکومت پلوي کسان په ډزو ویشتل کېږي.

شا اوخوا یوه اوونۍ وړاندې د سیمې یو مخور ملک او قومي مشر په رڼا ورځ ناڅرګندو وسله والو په ډزو وواژه.

ورته مطالب