ناټو: افغانستان کې د القاعدې شاوخوا ۱۰۰ غړي فعال دي

په افغانستان کې ناټو ځواکونه وايي داسې شواهد او لاسوندونه يې په واک کې دي چې ښيي د القاعدې شاوخوا ۱۰۰ تنه غړي په دغه هيواد کې فعاله دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ناټو چارواکي وايي چې د طالبانو او د هغوى د ملاتړو د پرځولو تر مهاله به په دغه هيواد کې خپلو پوځي خوځښتونو ته دوام ورکوي.

د ناټو چارواکي وايي دغه کسان لا هم له طالبانو سره تخنيکي مرستې کوي او مالي سرچينې يې په واک کې ورکوي.

ناټو دا رنگه منلې چې د افغانستان څلور ولايتونه تر نورو هغو ډېر ناامنه دي او ۷۰ سلنه تاوتريخوالى په سوېلي او سوېل ختيځو ولايتونو لکه کندهار ، هلمند، کونړ او خوست ولايتونو کې ترسره کېږي.

ناټو چارواکي وايي چې د طالبانو او د هغوى د ملاتړو د پرځولو تر مهاله به په دغه هيواد کې خپلو پوځي خوځښتونو ته دوام ورکوي.

په پاکستان کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن تر وژل کيدو وروسته دا لومړى ځل دى چې ناټو چارواکي په افغانستان کې د دغې شبکې د غړو په اړه چې په افغانستان کې د جگړې مشري کوي شميرې په ډاگه کوي .

په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د گډې قومندانى مشر جنرال ديويد رادريگز وايي د دوى سره شته شواهد دا ښيي چې د القاعده شبکې تر سلو کم کسان په افغانستان کې شته چې تر ډيره د طالبانو ملاتړي دي :

''موږ داسې گڼو چې د القاعده شبکې تر سلو کم کسان په افغانستان کې فعاليت کوي . دغه غړي هڅه کوي چې طالبانو ته تخنيکي اسانتياوې او نورې سرچينې برابرې کړي ، زموږ لپاره اسانه ده چې بهرني جنگيالي وپيژنو ، خو هغوى د يو بل سره يو ځاى کار کوي ، د هغوى همکاري د يو بل د پلانونو سره مکرسته کوي ، نو ځکه هغوى يو له بل سره په بيلابيلو برخو کې همکاري کوي.''

په افغانستان کې ناټو چارواکي دا رنگه وايي چې سږنى کال په دغه هيواد کې جگړې د تير کال پرتله خورې ورې دي.

Image caption ناټو وايي چې په افغانستان کې د القاعدې ۱۰۰ غړي له طالبانو سره تخنیکي مرستې کوي.

د نړيوالو ځواکونو د گډې قومندانى درستيسزوال جنرال مايکل جي کروس وايي دا مهال د افغانستان په څلورو ولايتونو کې د تاوتريخوالي لړۍ روانه ده او په وينا يې چې اويا سلنه نا امني د خوست ، کونړ ، کندهار او هلمند په ولايتونو کې ليدل کيږي ، خو ښاغلى کروس په دې خبره هم ډير ټينگار لري چې ناټو او افغان ځواکونه په دې برلاسي شوي چې د دغه هيواد په ډيرو برخو کې د طالبانو لاسرسى هغو سرچينو نه پرې کړي چې د طالبانو سره ملاتړ کوي :

''که چېرې موږ ژمنيو عملياتو ته پاملرنه وکړو نو د اورپکو خوندي پټن ځايونه مو له منځه وړي ، په تيره بيا په سويل کې . د وسلو هغه زيرمې چې موږ د جگړې په ډگر کې نيولي نو په سلو کې درې سوه زياتوالى ښيي ، موږ ډير چاوديدونکي توکي وسلې او نور مهمات تر لاسه کړي دي چې کېداى شواى د ډيرو افغانانو د مرگ ژوبلې سبب گرځېدلي واى.''

په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د گډې قومندانى مرستيال درستيزوال وايي په جگړه کې د دوى بله لاسته راوړنه دا ده چې دا مهال افغان ولسي وگړي تر پخوا زيات پر افغان او بهرنيو ځواکونو باور لري، د هغه په خبره د طالبانو د وسلو او مهماتو د زيرمو په موندنه کې ولسي وگړو ورسره زياته مرسته کړې .

ورته مطالب