د تخار لرغوني توکي لا هم خوندي نه دي

ای خانم اثار
Image caption د تاريخي اثارو دغه ستنې اوس په يوه هوټل کې لګېدلي دي.

د بي بي سي موندنو ښودلې چې لا هم د افغانستان د شمال ختيځ ولايت تخار په ځينو سيمو کې ناقانونه کيندنې روانې دي.

د دغو موندنو له مخې هغه لرغونتوکي چې د جگړو په کلونو کې په خپلسرو کيندنو کې د اى خانم د لرغونې سيمې تر لاسه شوي لا هم د زورواکو کسانو په واک کې دي .

دا رنگه د دغه ولايت د نورو سيمو نه را ايستل شوي توکي پر بهرنيو سوداگرو هم پلورل شوي دي .

دغه لرغونتوکي د يونانيانو ، باختريانو او د کوشانيانو نه مخکې زمانې سره تړاو لري چې لرغونتيوب يې له ٢٠٠٠ نه تر ٣٠٠٠ کالو پورې رسيږي .

د تخار ولايت مرکز تالقانو له ښاره ۷۰ کيلو متره لرې د خواجه بهاء الدين په ولسوالۍ کې داسې يوه ودانۍ نوې جوړه شوې چې له لرې نه ډيره خټينه ښکاري، خو کله چې څوک ور دننه شي نو له گڼو لرغونتوکو ډکه ده.

د دغې ودانۍ په د ننه کې د اى خانم د لرغونې سيمې ډير اثار ايښودل شوي او کاريدلي دي چې تر ټولو زيات يې هغه ډبرينې ستنې د کتونکو پام ځانته رااړوي چې د ودانۍ چت پرې راټينگ شوی دی.

د دې تر څنگ نور لوى او کوچني اثار هم ليدل کيږي چې ډير لرغوني ښکاري ، د دغو ستنو د سر په يوه برغولي يې يو ابدان ايښودل شوى دی.

په ټوله کې له دغو ستنو داسې ښکاري چې نوي رنگ شوي او ښايي څه نا څه زيانمنې شوي هم وي.

Image caption خواجه بهاء الدين د کاپر کلا ، دشت طلا، دشت سياب او دشت ابي په څېر تاريخې ځايونه لري.

د دغې ودانۍ يو ساتونکى چې تر ډيره د دغو توکو له ارزښته ناخبره مالوميده وايي چې تر ډيره د دغو اثارو لرغونتوب ته زيان اوښتى

(( دغه ستنې ټولې د اى خانم نه لاس ته راغلي دا ټول اثار د مقاومت او د هغه نه په مخکې مهال کې را ايستل شوي دي ، دا ټولې شا وخوا شپږ ستنې دي ، ځينې يې لنډې او ځينې يې اوږدې دي ، دا ټولې رنگ شوي او لرغونتوب يې زيانمن شوی دى.))

دغه ودانۍ چې د يو جهادي قومندان له خوا د خواجه بهاء الدين د ولسوالۍ په منځ کې جوړه شوې چې په خوا د يو هوټل په توگه کاريدله، خو دا مهال يوې بهرنۍ مرستندويه ټولنې ته په کرايه ورکړل شوې ده.

د دغو تاريخي توکو تر څنگ چې په يادې شوې ودانۍ کې کارول شوي ډيرى تخاريان وايي چې د اى خانم د لرغونې سيمې نه لسگونه نور تاريخي اثار هم تر لاسه شوي دی.

دوی وايي چې دا ډول لرغوني اثار په دغه ولايت کې د زور واکو له خوا له خلکو په زوره ولکه شوي ، يا يې پر نورو مارکيټونو کې پلورلي او يا يې هم پخپلو کورونو کې خوندي کړي دي.

د خواجه بهاء الدين د ولسوالۍ په گاونډ کې د رستاق ولسوالي پرته ده چې زياتي لرغوني سيمې لري، د دغې ولسوالۍ کاپر کلا ، دشت طلا، دشت سياب او دشت ابي هغه سيمې ياديږي چې ويل کيږي په پخوا زمانو کې يې زيات لرغوني اثار لرل.

د جگړو په کلونو کې د دغو اثارو ناقانونه کيندنې پيل شوې او هغه شان چې سيمه ييز اوسيدونکي وايي لا هم د دغو خپلسرو کيندنو لړۍ روانه ده.

سيمه ييز خلک وايي چې له دغو سيمو نه ټول تر لاسه شوي اثار د زور د خاوندانو او يا د هغوى د خپلو خپلوانو له خوا ولجه شوي دي ، د سيمې دوه تنه اوسيدونکو د نوم د نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وويل:

(( ما پخپله يوه جوړه غوږ والى موندلې وې چې درې مثقاله وزن يې لرلو ، يو انځور هم په کې مالوميده دا د معاون ورور له ما نه واخيستې ، او تر ننه پورې را نه ورک دى او زه يې چې هر کله ووينم نو خپل دغه اثار به ترينه بيرته واخلم.))

Image caption تر اوسه نه ده معلومه چې د تخار څومره راايستل شوي اثار پلورل شوي دي.

(( زه بازار ته ولاړم هلته يې د وسله والو په زور وډبولم ، مال يې هم رانه واخيست او پيسې يې هم راځينې واخيستې زه وويريدم چې دا د امر صيب باجا دى ما گواکې بندي نه کړي نو هر څه مې وروسپارل ، خپله ټوله شتمني مې هم وپلورله او ټولې پيسې مې وروسپارلې د بگۍ د اس په څير لغړ پاتې شوم.))

دا رنگه هغو کسانو چې تاريخي توکي يې په ناقانونه توگه د ځمکې له تله راايستي او بيرته د زورواکو له خوا ترې ولجه شوي له ويرې چمتو نه وو چې په دې اړه څه ووايي ، خو د سيمې يو سپين روبى هغه نکل تيروي چې څنگه زور واکو له نورو خلکو نه په زوره دغه اتار اخيستي دي :

(( هغه څه يې چې موندلي وو د اى خانم نه يې ډيرې سيکې لاس ته راوړې وې ، قومندان ترينه ده يکه واخيسته ، هغه خوارکي ده يکه هم ورکړه خو د شپې له خوا يې خپل وسله وال پسې راواستول ، ټوله شتمني يې ترينه يوړله نژدې و چې هغه هم ووژني.

په شهرنو سيمه کې مو کيندنې کولې هلته مو د سرو زرو دوه جامونه بياموندل ، نو زموږ له ملگري نه يې په زوره واخيستل چې ښايي ډيره بيه يې لرله.))

تر اوسه کره شميرې نه شته چې د تخار په ولايت کې د راايستل شويو تاريخي اثارو نه څومره يې په بهرنيو مارکيټونو کې پلورل شوي او څومره نور يې لا هم د زور واکو په لاس کې دي.

خو داسې ښکاري چې افغان حکومت هم لا تر اوسه په دغه ولايت کې نه يې د خپلسرو ناقانونه کيندنو په اړه هغه شان اړين گامونه پورته کړي او نه يې هم د ولجه شويو اثارو د سپارلو لپاره.

ځيني خلک وايي که افغان حکومت په دې برخه کې ځينې تگلارې خپلې کړې واى نو په وينا يې لږ تر لږه به د نورو ناقانونه کيندنو مخه نيوله شوې واى ، دا رنگه هغوى وايي چې لا هم افغان حکومت د عامه پوهاوي په برخه کې کومې چارې نه دي تر سره کړي.

ورته مطالب