په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

زلمی خليلزاد: پاکستان دې خپل تګلوری معلوم کړي

Image caption ښاغلی خليل زاد وايي پاکستان بايد له افغانستان سره تربګنی پای ته ورسوي.

په پاکستان کې داسامه بن لادن له موندنې او وژنې وروسته د امريکا- پاکستان اړيکو کې کړکېچ زيات شوی او په افغان جګړه کې د پاکستان د رول په اړه پوښتنې ډېرې شوې دي.

په افغانستان ته د امريکا پخوانی سفير ډاکتر زلمی خليل زاد وايي لازمه ده نور پاکستان سپين او تور معلوم کړي، او په يوه وخت کې د دوست او هم دښمن چارې ترسره نه کړي.

په افغانستان، عراق اوملګريوملتونو کې د امريکا پخواني سفير زلمي خليل زاد له بي بي سي پښتوسره په ځانګړې مرکه کې وايي له پاکستان سره دې داسې تړون لاسليک شي چې له مخې يې د خپلو چارو ځواب ووايي او هسې نه چې امريکا ته يوڅه وايي اوکوي بل څه.

ډاکټرخليل زاد وويل پاکستان بايد له افغانستان سره هم تربګني پای ته ورسوي او د هغه هېواد له سوله ايز راتلونکي سره مرسته وکړي. که داسې و نه کړي نو د نوموړي په وينا به پاکستان په هغه اورکې سوځي چې پخپله يې بل کړی دی.

ښاغلی خليل زاد وايي د ۲۰۰۱ کال د سپتمبرله يوولسمې را په دې خوا پاکستان له امريکا سره دوه مخی سياست کوي او په مقابل کې يې له امريکا نه مرستې هم ترلاسه کوي.

سپين تڼی له ښاغلي خليلزاد سره غږېدلی، او په پيل کې يې پوښتنه دا ده چې که داسې ده نو ولې يې دا لس کاله پر پاکستان فشار نه راوړ اوخبره يې په لومړيو کې نه ورسره سپينوله؟