د تخار پر مظاهرو او برید غبرګونونه

ولسمشر حامد کرزي د تخار په ولایت کې د ناټو په عملیاتو کې د یوې کورنۍ د څلورو غړو وژنه په کلکه غندلې او له ناټو یې د پیښې د څرنګوالي وضاحت غوښتی.

Image caption له ارګ نه په خوره شوې اعلامیه کې د پیښې تر شا د راوتلو مظاهرو په ترخه بڼه هم خواشیني ښودل شوې.

له ارګ نه په خوره شوې اعلامیه کې د پیښې تر شا د راوتلو مظاهرو په ترخه بڼه هم خواشیني ښودل شوې.

د دغو ترخو مظاهرو پر مهال لږ تر لږه د ۱۲ کسانو د وژل کېدو او لسګونه نورو کسانو د ژوبلېدو رپوټونه راغلي.

د ناټو غبرګون

بل خوا ناټو وایي تېره ورځ یې د تخار ولایت په تالقانو کې په خپل برید کې ملکي وګړي نه بلکه داسې اورپکي وژلي چې د ازبکستان له اسلامي غورځنګ سره یې تړاو لاره او په سیمه کې یې ورانکاري فعالیتونه تنظیمول.

په کابل کې د ناټو ایساف مشر ویاند جنرال جوزف بلاتز بي بي سي ته وویل دوی د خپلې ادعا د ثبوت لپاره کافي او قانع کوونکي شواهد لري:

''دا ډېره مهمه ده چې د دغې پیښې او دغو عملیاتو په اړه په بیا بیا خلکو ته معلومات ورکړو. زه په ډاډ سره وایم چې افغان او بهرنيو ګډو ځواکونو تیره ورځ د ډیرو باوري او څو اړخیزو استخباراتي معلوماتو پر مټ په تخار ولایت کې پر دغه کور عملیات وکړل.

په دې کې څه شک نشته چې همدغه ځای په سیمه کې د ورانکاره فعالیتونو د یو مرکز په توګه کارېده.

په بل عبارت موږ په دې اړه ډیر روښانه او ډیر قانع کوونکي استخباراتي معلومات او ثبوتونه لرو چې وژل شوي کسان د افغانستان د خلکو او اتلافي ځواکونو دشمنان ول.

یو ځل بیا وایم چې په دې خبره کې هیڅ شک نشته چې وژل شوي کسان بي ګناه ملکي وګړي نه بلکه وسله وال اورپکي ول. او بله دا چې څلور واړو وژل شویو کسانو د عملیاتو پر مهال د وسلواو چاودیدونکي واسکټ د کارولو په هڅې سره دا په عمل کې ښودلې چې د هغوی نیت پر دښمنۍ ولاړ و. دې هر څه ته په کتو موږ بلکل باوري یو چې کومه تیروتنه مو نه ده کړې بلکه پر برابر هدف مو برید کړی دی. لنډه دا چې وژل شويو کسانو له څه شک شوبې پرته د ازبکستان له اسلامي غورځنګ سره تړاو لاره او په سیمه کې یې د دغه غورځنګ ورانکاري فعالیتونه سمبالول.''

افغانستان انالیستیک نیټورک

ها خوا د افغانستان د حالاتو څیړنیزه شبکه یا افغانستان انالیستیک نیټورک د ایساف پر دغه ادعا قضاوت وار له مخه خبره بولي چې وایي د تخار په برید کې د دوو ښځو په ګډون څلور واړه وژل شوي کسان ګواکې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ غړي ول.

د دغې شبکې یا نټ ورک مشرې څیړونکې کیت کلارک په همدې تړاو خپلو تیرو څیړنو او موندنو ته په اشارې سره بي بي سي ته وویل ایساف په خورا اسانۍ سره د افغانستان په شمال ختیځ کې په خپلو بریدونو کې پر وژل کیدونکو ازبکانو تل د ازبکستان د اسلامي غورځنګ د غړیتوب ټاپه لګوي خو د ادعا د ثبوت لپاره بیا کافي شواهد نه لري.

ایساف ادعا کوي چې په پیښه کې د ښځو په ګډون وژل شوي ټول کسان یاغیان ول او دا چې د ازبکستان د اسلامي غوځنګ غړیتوب یې لاره. ایساف دا ادعا هم کړې چې دغو کسانو د افغانستان په شمال کې د بریدونو لپاره وسلې سمبالولې.

دا خورا لویه ادعا ده. زما په ګومان د اوس لپاره پر شوې ادعا قضاوت اسان کار نه دی. خو تیرو تجروبو ته په کتو چې موږ څه ویلای شو هغه دا دي چې ایساف په خورا اسانۍ سره دا وړ تورونه لګوي.

ما ته د ورته ګڼو بیلګو د څیړلو پر مهال معلومه شوې چې ایساف پرټولو هغو وژل شویو ازبک ټبارو چې له طالبانو سره د اړیکو شک پرې کیده تل له څه کافي ثبوت او شواهدو پرته د ازبکستان د اسلامي غورځنګ د غړیتوب ټاپه لګولې.

د اهمیت له اړخه دې خبرې ته ډیر پام پکار دی ، ځکه چې له طالبانو سره ملګرتیا یوه معنی لري خو د القاعده تر چتر لاندې له بهرنیو جنګیالیو سره د یو چا تړل بله معنی لري او خورا لویه او جدي ادعا ګڼل کیږي. زما په فکر ایساف ته پکار ده چې د دا وړ ادعا د مخې ته کولو په تړاو له خورا دقت او غور نه کار واخلي. او دا خو ځکه چې د ایساف ریکارډ له دې اړخه وار له مخه کم رنګه او کمزوری دی

د کرزي غبرګون

په همدې ترڅ کې ولسمشر حامد کرزي د تخار په ولایت کې د ناټو په عملیاتو کې د یوې کورنۍ د څلورو غړو وژنه په کلکه غندلې او له ناټو یې د پیښې د څرنګوالي وضاحت غوښتی.

له ارګ نه په خوره شوې اعلامیه کې د پیښې تر شا د د راوتلو مظاهرو په ترخه بڼه هم خواشیني ښودل شوې. د دغو ترخو مظاهرو پر مهال لږ تر لږه د لسو کسانو د وژل کیدو او لسګونه نورو کسانو د ژوبلیدو رپوټونه راغلي . خپلواک ساپی پرې له کابله رپوټ لري.

Image caption د تخار په مظاهرو کې ۱۲ کسان ووژل شول او تر ۸۰ ډېر نور ټپیان شول.

د ارګ له مطبوعاتي دفتر نه په خوره شوې اعلامیه کې د تخار په ولایت کې د ناټو د عملیاتو په تړاو د رامینځ ته شوې دغې تازه پیښې د غندلو لپاره بیا هم خورا ترخه ژبه کاریدلې . په اعلامیه کې د ولسمشر کرزي له قوله دغه پیښه له پرله پسې خبرداریو سره سره د ناټو د خپل سرو عملیاتو دوام بلل شوی.

ارګ دا راز د دغې پیښې د څرنګوالي معلومول د افغان حکومت ‌ذمه واري بللې او چارواکو ته یې د ناټو له قوماندانانو د پیښې د وضاحت د غوښتو لارښوونه کړې.

د ارګ له لورې دغه غبرګون د چهارشنبې په مازیګر له هغې وروسته راغی چې په تالقانو کې د پیښې د غندلو لپاره راوتلې مظاهرې خورا ترخه بڼه خپله کړه او په ترڅ کې یې د ګڼو کسانو د وژل کیدو او ژوبلیدو رپوټونه ورکړی شول .

ارګ د مظاهرو په ترڅ پر اوښتې مرګ ژوبلې هم خواشیني ښودلې او سوله یزې مظاهرې د خلکو حق بللی خو وایي هیڅوک دا حق نه لري چې مظاهرې د تاوتریخوالي پر لور راکاږي.

ارګ دا هم ویلي چې ولسمشر کرزي له مظاهرو وروسته د تخار د والي په دفتر کې له راټولو شویو قومي مشرانو سره د تلفون له لارې خبرې کړي او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې حکومت به د سه شنبې په شپه د ناټو په عملیاتو کې د یوې کورنۍ د څلورو غړو د وژل کیدو پیښه په کلکه تعقیب کړي او له ناټو به وضاحت وغواړي.

ورته مطالب