د تخار تاوتریخجنې مظاهرې

د افغانستان په شمال ختيځ ولایت تخار کې د ناټو په عملیاتو کې د څلورو ولسي وګړو تر وژل کېدا وروسته د قهرېدلو ځايي خلکو لاریون پر تاوتریخوالي اوښتی، چې ۱۰ کسان په کې وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي. عيني شاهدان وايي لاریون کوونکي په تخار کې د ایساف ځواکونو پر یوې قرارګاه ورننوتي، ځينو څيزونو ته یې اور ورته کړی، په مقابل کې ایساف ډزې پرې کړې، خو لاریون کوونکو لاسي بمونه ورغورځولي او متقابلې ډزې یې کړي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .