د تخار په لاریون کې ۱۲ وژل شوي ۸۱ ټپیان دي

د افغانستان له شمالي ختيځ تخار ولایته رپوټونه وايي چې تېره شپه ناټو ځواکونو عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې څلور کسان وژل شوي دي.

وروستي

د تخار د عامې روغتیا رییس محمد حسن بهیج بي بي سي ته وویل، چې تر دې مهاله روغتون ته ۱۲ مړي او ۸۱ ټپیان راوړل شوي دي.

په ټپیانو کې څلور ماشومان دي، خو شپږ ټپیان چې روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ و، کندوز ته لېږدول شوي دي.

کلېکاږل د تخار پر مظاهرو او برید غبرګونونه

ښاغلی بهیج وايي چې اوس وضعیت ارام شوی دی.

عيني شاهدان وايي قهرېدلي لاریون کوونکي چې په وسلو او لاسي بمونو هم سمبال دي، په تخار کې د ایساف ځواکونو پر یوې قرارګاه ورننوتي او څيزونو ته یې اور ورته کړی، خو په مقابل کې ایساف ځواکونو ډزې پرې کړې، چې ښايي ګڼه مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړې وي.

کلېکاږل د لاریون عکسونه وګورﺉ

لاریون کوونکو د ایساف قرارګاه ته لاسي بمونه ورغورځولي او ځينې یې په وسلو هم سمبال دي.

په ښار کې پولیس نه لیدل کېږي، او لاریون کوونکو چې ګڼ ملایان هم په کې لیدل کېږي، له ځانونو سره ځينې وسلې او لرګي هم لېږدوي.

د تخار والي عبدالجبار تقوا بي بي سي ته وویل چې په دغو عملیاتو کې څلور کسان وژل شوي او دوه نور ناټو له ځانه سره وړي دي.

د تخار د لاریون عکس ګورﺉ

لاریون کوونکي د ایساف پر یوې قرارګاه ورننوتل او ځینو څيزونو ته یې اور ورته کړ، خو ایساف پرې ډزې وکړې او قهرېدلو لاریون کوونکو لاسي بمونه ورباندې وغورځول.

ښاغلی تقوا وايي په وژل شوو کې دوې ښځې یو خاوند او یو ناپېژندل شوی کس دی.

عبدالجبار تقوا وویل بېول شوي کسان مالوم نه دي چې څوک دي.

بل خوا نن سهار شاوخوا پر اوو بجو په تخار کې د سیمې خلکو ددغو عملیاتو پرضد لاریون وکړ، او ښار ته په رسېدو یې د ګاډو او هټيو ښيښې ماتې کړې.

په شمال کې د بي بي سي خبریال وايي قهرېدلو لاریون کوونکو په بازار کې د کرزي عکسونه څیرې کړل او د تخار د چارواکو او دولت پرضد یې شعارونه ورکول.

دغه لاریون وروسته له هغه پر تاوتریخوالي واوښت چې د رپوټونو پربنسټ، لاریون کوونکو د تخار امنیه قومندانۍ او پي ار ټي ته مخه کړه.

د سهار له شاوخوا نهو بجو راهیسې پر لاریون کوونکو ډزې کېږي، خو تر دې دمه په دغه تاوتریجن لاریون کې د وژل شوو یا ټپیانو شمېر مالوم نه دی.

د تخار امنيه قومندان شاجهان نوري هم وايي چې وژل شوي واړه ملکيان دي :

''په ډېرې خواشينۍ سره چې د يوې کورنۍ څلور غړي يې په شهادت رسولي چې يوه يې ۱۸ کلنه نجلۍ، بله يې د پاخه عمر ښځه ده او دوه سړي دي. ځايي خلک دوی پېژني چې کروندګر دي او په بشپړه توګه بې پرې او بې غرضه دي. دا ډېر بد عمليات وو او له همدې امله په زرګونه قهريدلي کسان مظاهرې کوي.''

د تخار د والي ویاند ویلي، ناټو ځواکونو پر یوه کور برید کړی، چې په کې د یو سړی، د هغه مېرمن او لور وژل شوي دي.

تر پېښې وروسته د چهارشنبې پر ګهيځ د سیمې خلکو ددغو عملیاتو پرضد لاریون کړی، چې لاهم دوام لري.

په افغانستان کې مېشتو ایتلافي ځواکونو بي بي سي ته په یوه رالېږلې ویناپاڼه کې ویلي، چې د افغان ځواکونو په ملګرتیا یې په تخار ولایت کې عملیات پیل کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، په دغو عملیاتو کې څلور اورپکي وژل شوي، چې دوه په کې په وسلو سمبالې ښحې دي.

ویناپاڼه ادعا کوي دغه کسان یې تېره ورځ د تخار په تالقانو کې وژلي چې په خبره یې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ غړي دي.

د تخار مظاهرې

په مظاهرو کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۸۱ نور ټپیان دي، چې څلور په کې ماشومان دي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د ولسي وګړو د وژل کېدو مساله پر یوې ناندره ییزې موضوع اوښتې ده.

افغان ولسمشر څو – څو ځلې له بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې د خپلسرو عملیاتو د بندولو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان لوی درستیز جنرال شیر محمد ځاځي وړاندې بي بي سي ته ویلي ول، چې بهرني ځواکونه د دوی استخباراتي مالوماتو ته ارزښت نه ورکوي او په خپل سر عملیات کوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .