ستاسې غږ: څرنګه د افغانستان کرنيزو محصولاتو ته بازار پيدا کېداى شي؟

د کندهار انار

افغان حکومت د افغان کرونده گرو محصولاتو ته د بازار موندنې د هڅې په توگه د سوداگرو او کروندگرو ترمنځ د ښۀ تفاهم لپاره د غونډو لړۍ پيل کړې.

ددې لومړنۍ غونډه د بهرنيو سوداگرو په گډون په کابل کې جوړه شوې او پۀ پام کې ده چې په نژدې راتلونکې کې په نورو ولايتونو کې هم ورته کانفرانسونه جوړېږي.

د افغانستان اکثريت په يو نه يو ډول کرنيزو چارو سره ښکېل دى او د زياتو خلکو ورځنى اقتصاد همدې پورې اړه لري.

دا چې د ډېرو کرونده گرو محصولات د بېلابېلو عواملو له کبله ضايع کېږي، ځکه نو ډېرو سيمو کې په کروندو بد اغېز کوي، او کرونده گرو په باور يې هم سيورى غوړولى دى.

ددې غونډو او کانفرانسونو هدف د کرونده گرو په منځ کې د خپلو محصولاتو د پلورلو په اړه باور پيدا کول ښودل شوي دي. دا چې کروندگره خپلو توليداتو ته د بازار موندنې لړ کې څه ستونزې لري؟ څه بايد وشي؟ د حکومت هڅې تر کومه نتيجه ورکوي؟ دا او نورې پوښتنې مو دا اوونۍ ستاسې غږ کې څېړلي دي .

ورته مطالب