د افغانستان د مالي سیستم د غښتلیا لپاره د امریکا مرسته

متحده ایالتونو د افغانستان د مالي سیستم د غښتلتیا له بهیر سره د مرستې لپاره د ۷۴ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت یوه نوې پروژه مخې ته کړې ده.

Image caption له لویه سره انګیرنه دا ده چې په افغانستان کې د بهرنیو مرستو د حجم له زیاتوالي سره سره، د بې وزلۍ په کمولو او د کار روزګارپه رامینځ ته کولو کې د دغو مرستو اغېز همومره نه دی چې اړتیا یې لیدل کېږي.

د امریکا د نړیوالې پرمختیا د ادارې پرمټ د پلې کېدونکې دغې پروژې اصلي هدف د افغانستان په بانکي او مالي سیستم کې د اصلاحاتو د راوستو پر مټ د کوچنیو پانګونو هڅونه او له دې لارې خلکو ته د کار روزګار د فرصتونو برابرول یادېږي.

بل خوا افغان چارواکي وایي پکار ده چې له افغانستان سره د کېدونکو مرستو پر څرنګوالي له دوی سره سلا مشوره وشي.

د امریکا د نړیوالې پرمختیا د ادارې له لورې د مخې شوې دغې نوې پروژې په چوکاټ کې ډیر پام د افغانستان په مالي او بانکي سیستم کې د اصلاحاتو په راوستو راټول دی.

چارواکي وایي د دغې پروژې له لارې به د پنځو کلونو په موده کې د ۷۴ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د افغانستان مالي سیستم دا وړتیا ومومي چې د پورونو د ورکړې له لارې د خصوصي اقتصاد په ډګر کې وړې او د منځنۍ کچې پانګونه وهڅوي.

انګیرنه دا ده چې په دا وړ پانګونې سره به ګڼو خلکو ته د کار روزګار مناسب فرصتونه برابر شي او دا راز به افغان سوداګر په نړیوال مارکیټ کې د حضور او سیالۍ وړتیا ومومي.

په افغانستان کې د امریکا د نړیوالې پرمختیا د ادارې مرستیال مشر رابرت هییلیر په کابل کې د دغې پروژې د اعلام پر مهال د افغانستان په مالي سیستم کې د اصلاحاتو راوستل د هېواد د اقتصادي ثبات لپاره یوه مهمه اړتیا وبلله:

''هیله مو دا ده چې د افغانستان په مالي سیستم کې به د متحده ایالتنونود حکومت له لورې دغه نوښتي پانګونه د دې هیواد د مالي سیستم د سمبالتیا او ادارې له چارې سره مرسته وکړي.دا راز به دغه مرسته کوچنیو پانګوونکو ته د پورونو د اخیستو ، د کار د فرصتونو د ډیریدو او په ټوله کې د اقتصاد غښتلتیا ته لار اواره کړي.''

د دغې پروژې د پرانیستو پر مهال په افغانستان کې د کوچنیو پانګونو د ملاتړ د ادارې د مشر ویس احمد برمک ټینګار بیا دا و چې د هیواد د مالي سیستم د غښتلتیا لپاره د ساده او دودیز مالي سواد پر ځای د حساب دارۍ د عصري او پر مختللو معیارونو زده کړه یو بېړنۍ اړتیا ده.

ملاحظه یې دا وه چې نړیوالۍ ټولنې ګواکې د افغانستان د پرمختیا لپاره په تېرو لسو کلونو کې له افغان حکومت سره ناڅیزه سلا مشوره کړې، په یو اړخیزه توګه یې د مرستو پروژې مخې ته کړي او دا چې په دغو پروژو کې د خلکو اړتیا او غوښتنو ته پوره پام نه دی شوي:

''د هدف پر سر اختلاف نشته ، خو د تګلارو په سر مړ له نړیوالې ټولنې سره د نظر توپیر موجود دی. زموږ وړاندیز دا دی چې د مرستو د څرنګوالي په تړاو د افغانستان د خلکو او حکومت خبره واوریدل شي. ښه به دا وي چې د مرستو پر تګلاره له سره غور وشي او نیمګړتیاوې ترې اېسته کوی شي.''

له لویه سره انګیرنه دا ده چې په افغانستان کې د بهرنیو مرستو د حجم له زیاتوالي سره سره، د بې وزلۍ په کمولو او د کار روزګارپه رامینځ ته کولو کې د دغو مرستو اغېز همومره نه دی چې اړتیا یې لیدل کېږي.

ځینې نیوکه کوونکي خو ان په هېواد کې د نا امنۍ دوام هم له بې وزلۍ او بې کارۍ سره تړلې خبره بولي.

ورته مطالب