په تخار کې پر دويمه ورځ مظاهرې

Image caption عيني شاهدان وايي نن بيا دغلته د مظاهرې پر مهال ډزې شوي دي.

د افغانستان له شمال ختيځ ولايت تخار نه راپورونه وايي چې په دویمه ورځ يو ځل بيا قهرېدلو ځايي خلکو د تالقانو په ښار کې مظاهره کړې ده.

د تخار ولايتي چارواکي وايي چې د دغو مظاهره چيانو شمېر ايله شاوخوا سلو تنو ته رسيږي.

دوی وايي مظاهره چيان د ولايت او د امنيه قومندانۍ د ودانيو مخې ته را غونډ شوي او ځينې کسان وايي چې مظاهرچيان پر امنيتي ځواکونو د ډبرو ګوزارونه کوي.

عيني شاهدان وايي نن بيا دغلته د مظاهرې پر مهال ډزې شوي دي.

پرونۍ مظاهرې

د تېرې ورځې په خونړيو مظاهرو کې ۱۲ کسه هغه مهال ووژل شول او شاوخوا اتيا نور ټپيان شول چې مظاهره چيان له امنيتي ځواکونو سره ونښتل.

دغه مرګ ژوبله له هغه وروسته واوښته چې د ناټو د شپې په په عملیاتو کې د دوو ښځو په ګډون د څلورو ولسي وګړو تر وژل کېدا وروسته د قهرېدلو ځايي خلکو لاریون پر تاوتریخوالي واوښت.

د تېرې ورځې په ټپیانو کې څلور ماشومان هم دي.

غبرګونونه

ناټو وايي وژل شويو کسانو د ازبکستان له اسلامي غورځنګ سره تړاو درلود او د هغوی فعاليتونه يې سمبالول، خو ځايي خلک ورسره دا نه مني.

د دغه ولايت امنيه قومندان شاجهان نوري هم وايي چې وژل شوي واړه ملکيان دي :

''په ډېرې خواشينۍ سره چې د يوې کورنۍ څلور غړي يې په شهادت رسولي چې يوه يې ۱۸ کلنه نجلۍ، بله يې د پاخه عمر ښځه ده او دوه سړي دي. ځايي خلک دوی پېژني چې کروندګر دي او په بشپړه توګه بې پرې او بې غرضه دي. دا ډېر بد عمليات وو او له همدې امله په زرګونه قهريدلي کسان مظاهرې کوي.''

افغان ولسمشر حامد کرزي هم د ناټو په عملیاتو کې د یوې کورنۍ د څلورو غړو وژنه غندلې او تر څنګ يې له تاوتريخوالي سره په ملو مظاهرو اندېښنه ښوولې.

ورته مطالب