له بي بي سي سره د کار موقع

بي بي سي پښتو
Image caption د پښتو راډيويي خپرونو چمتو کوونکى بايد پر پښتو د لومړنۍ ژبې په توگه بشپړ واکمن وي او ورسره ورسره يې انگريزي هم تر لوړې کچې زده وي.

په کابل کې د بي بي سي دفتر د خپلې پښتو خپرونې لپاره يو شمېر چمتو کوونکو (پروډیوسرانو ) ته اړتيا لري.

د خپرونې د چمتو کوونکي (پروډيوسر) په توگه به ستاسې دنده څېړنه، پر پښتو د راډيويي رپوټونو جوړول، پر وېبپاڼې د خپرېدو وړ مطالبو چمتو کول او د رسنيو نورې بڼې وي.

په نورو دندو کې مو د مرکو کول او د پروگرامونو او بحثونو وړاندې کول راځي.

چټکه او سمه ژباړه او پر راډيو يا انټرنېټ د خپرېدو له پاره د موادو چمتو کول د پروډيوسرانو نورې دندې دي.

د پښتو راډيويي خپرونو چمتو کوونکى بايد پر پښتو د لومړنۍ ژبې په توگه بشپړ واکمن وي او ورسره ورسره يې انگريزي هم تر لوړې کچې زده وي.

سربېره پر دې، د افغانستان، سيمې او نړۍ پر حالاتو پوهېدل او د سيمې د رسنيو د بازار پېژندل هم ضروري دي.

د راډيويي خپرونو چمتو کوونکى بايد د ليسانس تر کچې يا له هغې سره معادلې زده کړې ولري او په وروستيو دوو کلو کې د ژورنالستيکي تجربې شتوالى د کار په ورکړه کې يو مهم امتياز گڼل کېږي.

ددې ترڅنگ، د کمپيوټر په کارولو کې بشپړ مهارت، پښتو ټايپ او دغه راز پر انټرنېټ پوهېدل او ترې گټه اخيستل او له يوه خوځنده چاپېريال سره د ځان د سمولو وړتيا پر راډيويي کار د گومارنې شرطونه گڼل کېږي.

سربېره پردې، د راډيويي چارو له پاره د ښه غږ درلودل هم اړين دي.

هغه غوښتونکي چې د غوښتنپاڼو د څېړنې په لومړي پړاو کې غوره شوي وي، د لیکلې ازموينې او مخامخ مرکې له پاره رابلل کېږي.

د غوښتنپاڼې د تر لاسه کولو له پاره په کابل کې د بي بي سي له دفتر سره پر دې پته تماس ونيسئ او

د غوښتنې ډکې کړې فورمې مو تر (۲۰۱۱، د مۍ تر ۳۱مې) نېټې پورې دې پتې ته وسپارئ:

عاشق الله حسین خیل

٢٤ کور

د نوي ښار (شهر نو) د پارک لوېديځ سړک

ټلېفون: 0700241608

برېښنا ليک (ايميل) :

Ashuqullah.Hossinkhil@bbc.co.uk

ورته مطالب