'د ولسي جرګې تالار ته دې وسلې نه راوړل کېږي'

تمانچه

د ولسي جرگې اداري پلاوي له ټولو استازو نه غوښتي دي چې د جرگې تالار ته د وسلې له وروړلو ډډه وکړي. يو شمير وکيلان وايي چې د غونډې تالار ته د وسلې راوړل بايد جرم وگڼل شي.

او څوک چې دا چاره تر سره کوي بايد سزا ورکړل شي:

''که ټولو ته اجازه ورکړل شي تاسې د وضعیت په اړه څه راز وړاندوينه کوئ،چې ټول استازي دي تمانچې راوړي او په تالار کې دې کښېني، زما وړانديز دادى چې پر دې اړه دې پريکړه وشي،که د تمانچې راوړل جايز دي او منطقي دلايل لري نو ټولو ته اجازه ورکړﺉ چې له ځانونو سره تمانچې راوړي، چې دا به يو معقوله پرېکړه نه ده او که دا کار جايز نه وي نو بايد جرم بايد وگڼل شي. زما وړانديز دادى چې ولسي جرگه بايد دا په معقولو دليلونو سره روښانه کړي.''

د جرگې اداري پلاوي له افغان امنيتي ځواکونو هم غوښتي دي چې چې د ملي شورا انگړ ته د وسلې ليږدولو مخه ونيسي.

د ولسي جرگې يو شمېر غړي دې خبرې اندېښمن غړي دي چې گواکې ځينې استازي د غونډې تالار ته وسله وروړي، دوى د جرگې له اداري پلاوي وغوښتل چې ملي شورا ته د وسلې د ننويستو مخه ونيسي ځينې استازي وايي کوم استازي چې د غونډې تالار ته وسله وروړي بايد چې سزا ورته په پام کې ونيول شي.

د ملي شورا په تير پړاو کې هم غونډو ته د وسلې د وروړلو ستونزې سر پورته کړې و او پر دې چاره نيوکې شوې وې، چې د ولسي جرگې مشر عبدالروف ابراهيمي دغې مخينې ته په اشارې سره وويل چې امنيتي بنسټونه بايد د ملي شورا غونډو ته د وسلې د لېږد مخه ونيسي:

Image caption د ولسي جرگې مشر عبدالروف ابراهيمي وويل چې امنيتي بنسټونه بايد د ملي شورا غونډو ته د وسلې د لېږد مخه ونيسي.

''په تېره ولسي جرگه هم کې په پرلپسې ډول پريکړې شوې دي، چې هيڅوک د قانون په رڼا کې هيڅ استازى اجازه نه لري چې تالار ته وسله راوړي،موږ اداري پلاوي امنيتي بنسټونو ته هم ويلي دي چې په دې برخه کې ډير پام وکړئ او چاته اجازه مه ورکوئ چې څوک تمانچه راوړي،که هر څوک يوه تمانچه ولري د جرگې پريکړې ته اړتيا ده،او پريکړه داوه چې بايد تمانچې را نه وړل شي.''

سره له دې چې کورنيو چارو وزارت هر استازي ته ساتونکي ورکړي دي خو په ځينو استازو پسې بيا د شخصي امنيتي ساتونکو د گاډو کتارونه روان وي.

د ولسي جرگې په استازو کې ځينې پخواني مجاهدين او پخواني طالبان هم شته. له دوى څخه ځينې يې له لسگونو ساتونکو سره سره مرمۍ ضد او بې نمبر پليټه گاډي هم کاروي.

ورته مطالب