د کابل په ۴۰۰ بستریز روغتون کې ځانمرګی برید وشو

ټپي
Image caption په برید کې تر ۲۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي .

د کابل په یوه ستر پوځي روغتون کې د یوه ځانمرګي برید له امله شپږ تنه وژل شوي او تر شلو ډېر نور ټپیان دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي پېښه د سردار محمد داوود خان روغتون په انګړ کې رامنځ ته شوې ده. افغان ولسمشر حامد کرزي دغه برید غندلی او هغه یې یو وحشیانه عمل بللی دی.

طالبانو د برید پړه پر غاړه اخیستې او وايي د برید موخه یې بهرني پوځي ډاکتران وو.

د سردار محمد داوود خان پوځي ( څلور سوه بستریز) روغتون د کابل ښار په مرکز کې دی چې شاوخوا یې یو شمېر بهرني سفارتونه او نړېوالې ادارې پرتې دي.

دغه چاودنه د کابل په وخت نن ماسپښین د سردار محمد داوود خان روغتون په انګړ کې رامنځ ته شوه.

د افغانستان د دفاع وزرات وايي دغه چاودنه په هغې خیمې کې شوې چې د طب محصلین په ډوډۍ خوړو پکې بوخت وو.

دغه وزارت وايي وژل شوي د روغتون کارکوونکي وو.

صفر محمد چې د روغتون بهر د مېوو پلرولو غرفه لري خپل د سترګو لیدل حال یې داسې بیان کړ:

''زه دلته په خپله دوکاندارۍ بوخت وم چې پنځلس کمې دولس بجې یوه درنه چاودنه شوه. نه یې لوګې معلوم شو، او د ډزو غږ هم نه وو، شاوخوا نیم ساعت وروسته پولیسان راغلل او لار وتړل شوه.''

تر چاودنې وروسته له روغتونه بهر ټینګ امنیتي تدبیرونه نیول شوي دي، زیات امنیتي کسان راټول شوي، او روغتون د خلکو ننوتل منع دي، یواځې پوځي او امبولانس موټرې روغتون ته ننوتلای شوې.

د سردار محمد داوود خان روغتون دننه یوه چاودنه رامنځ شوې، څېړنې پیل شوي، دلته د کورنیو او دفاع وزارتونو او د ملي امنیت د استازو یوه ډله شته، او خپل د څېړنې کارونه یې پیل کړي دي.

خبریالان او د ناروغانو او قربانیانو خپل خپلوان له روغتونه بهر سخت انتظار او د پېښې په جزییاتو د پوهېدو لپاره لیکه ولاړ وو.

د کابل د جنايي جرمونو د تحقیق مشر محمد ظاهر خبریالانو ته وویل ، د چاودنې په اړه څېړنې پیل شوې دي.

د سردار محمد داوود خان په روغتون کې یوه چاودنه رامنځ ته شوې او څېړنې دوام لري. طالبانو ددغه برید پړه منلې، او ادعا کوي په پېښه کې یو شمېر هغه کورني او بهرني ډاکتران چې په پوځي برخه کې یې کار کاوه وژل شوي دي.

خو د ایساف نړیوالو ځواکونو پر روغتون برید یو ډارن عمل بللی دی او وايي دو ی له افغان ځواکونو سره یو ځای د هغو شبکو په له منځه وړلو کار کوی چې د دا راز بریدونو تر شا یې لاس دی.

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون هم دا برید د بشریت په وړاند یو جنایت بلل دی او زیاتوي دا د بشر دوستی له قانون څخه ښکاره سرغړونه ده. د سردار محمد داوود خان روغتون د ملي دفاع وزارت پورې اړوند په کابل کې تر ټولو ستر پوځي روغتون دی. په دې وروستیو کې طالبانو یو شمېر هغه سیمې چې په امنیتي او پوځي برخو سره تړاو لري تر خپلو بریدونو لاندې راوستي دي.

کندهار کې ۲ ځانوژونکي نیول شوي

د کندهار د ملي امنیت رییس جنرال محمد نعیم مومن وايي په دغه ولایت کې یې دوه کسان نیولي، چې غوښتل یې ځانمرګي بریدونه وکړي.

نوموړی وايي چې یو یې د پاکستان د بلوچستان ایالت د مسلم باغ او بل د کندهار د ارغستان ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

نیول شوو کسانو د کندهار په یوه خبري ناسته کې د خبریالانو په مخ کې ومنله چې ګني د پاکستانیانو په هڅونه په کندهار کې د ځانمرګو بریدونو لپاره لېږل شوي دي.

ورته مطالب