زابل والي: وسله والو درې قومي مشران وژلي

Image caption د وسلوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوه لیکلي پیغام کی ویلي چې د زابل ولایت د شینکی ولسوالۍ د شورا مشر شاولی خان، د هغه مرستیال حاجی وزیر او د اسدالله په نوم یو ټیکدار یې تر محاکمې وروسته وژلي دي.

د افغانستان له سويلي ولايت زابل نه را پورونه وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت درې قومي مخور وژلي دي.

د زابل ولايتي چارواکي وايي چې پېښه وړمه شپه رامنځته شوې او په وينا يې وسله والو طالبانو د شينکۍ ولسوالۍ د شورا د مشر په ګډون درې قومي مشران وژلي دي.

چارواکي وايي وژل شويو کسانو له حکومت او بهرنيانو سره هېڅ اړيکي نه درلودل.

ځايي خلک وايي څو ورځې وړاندې د وسله والو طالبانو یوې ډلې د شینکۍ ولسوالۍ د شورا د مشر شاولي خان په ګډون یو شمیر قومي مشران یرغمل کړي وو.

د زابل والي محمد اشرف ناصري وايي د يرغمل شويو په ډله کې يو ښوونکی هم وو چې وژل شوی دی.

''زه بايد په ډېره خواشينۍ سره ووايم چې شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې دوی د شينکۍ ولسوالۍ نهه کسه مخور سپين روبي، استادان او ښوونکي يې له ځانه سره بېولي دي چې د هغوی له ډلې نه يې درې کسان چې يو يې هم د ښوونځي ښوونکی دی ، شهيدان کړي دي.''

د سیمې د اوسیدونکو په وینا د یرغمل شویو کسانو له ډلې څخه حاجي شاولي خان، حاجي وزیرمحمد او اسدالله وړمه شپه وسله والو وژلي او پاته نور يې لا هم د طالبانو په یرغمل کې دي.

د وسلوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوه لیکلي پیغام کی ویلي چې د زابل ولایت د شینکی ولسوالۍ د شورا مشر شاولی خان، د هغه مرستیال حاجی وزیر او د اسدالله په نوم یو ټیکدار یې تر محاکمې وروسته وژلي دي.

ورته مطالب