په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

'په دهراود کې پولیس د کوکنارو له کروندګرو باج اخلي'

د دهراود ولسوال خلیفه سعادت بي بي سي ته په څرګندونو کې منلې چې په سیمه کې د پولیسو د امنیتي پوستو قوماندانان له کرونګرو په اپینو کې برخه غواړي او دا چې ده ته هره ورځ له دې اړخه ګڼ شمیر کروندګر د شکایت لپاره ورځي.

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption پخپله د دهراود ولسوال او د ارګان د ولایتي شورا ځینې غړي هم له دې اړخه په سیمه کې د پولیسو نیمګړتیاوې تاییدوي، خو د پولیسو سیمه ییز چارواکي پرې لګېدلي تورونه نه مني.

ښاغلی سعادت د همدغو تورونو په اړه په کابل کې زموږ له همکار خپلواک ساپي سره د مرکې په سر کې وایي پر دغه ستونزه څو ځله د سیمې له امنیتي چارواکو سره غږېدلی خو هڅو یې څه نتیجه نه ده ورکړې.

د افغان حکومت له دې خبرتیا سره هم مهاله چې وایي دارزګان په ولایت کې یې د کوکنارو له ۱۰۰۰ هکټاره ورپورته کروندې ویجاړې کړي، بي بي سي ته معلومه شوې چې د دغه ولایت د دهراود په ولسوالۍ کې پولیس له کرونګرو د کوکنارو د کروندو په بدل کې باج اخلي.

د دغې ولسوالۍ یوشمیر اوسېدونکوبي بي سي ته دا هم ویلي چې د پولیسو د امنیتي پوستو ځینې قوماندانان په سیمه ییزه کچه د اپینو په سوداګرۍ کې هم ښکېل دي.

پخپله د دهراود ولسوال او د ارګان د ولایتي شورا ځینې غړي هم له دې اړخه په سیمه کې د پولیسو نیمګړتیاوې تاییدوي، خو د پولیسو سیمه ییز چارواکي پرې لګېدلي تورونه نه مني.