احمد رشيد: ولې امريکا ملا عمر ژوندی غواړي؟

ملا عمر
Image caption د سولې هر ډول تړون رسېدنې ته به د ملا عمر د لاس برکت ته اړتيا وي.

په داسې حال کې چې طالبان دا راپورونه ردوي چې ګواکې مشر يې ملا محمد عمر په پاکستان کې وژل شوی ليکوال احمد رشيد وايي د امريکا په ګډون ډېری دې ته لېواله دي چې دی ژوندی وساتل شي، ځکه چې له طالبانو سره د پټو خبرو د برياليتوب لپاره به د ده ملاتړ ډېر مهم وي.

د پاکستان استخباراتي ادارې (ای اېس ای) په لاس د ده وژنې په اړه يوازې ګونګوسی دومره بس و چې د رسنيو او هم د د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ پراخه وېره او هم ناڅرګندتيا رامنځته کړي.

د رسنيو له لوري د دغه راپور په خپرېدو، طالبان په دې کې ډېر ګړندي وو چې دغه ګونګسی رد کړي. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دا يوه بې بنسټه ادعا وبلله او ويې ويل مشر يې په افغانستان کې دننه په يوه خوندي ځای کې دی:

"هو، د استخباراتي کړيو په حواله داسې ادعاوې اورېدل شوې، موږ يې په کلکه ردوو او هېڅ حقيقت نه لري. دا يوه بې بنسټه ادعا ده. د دښمن له خوا د تشويش زياتولو په خاطر خپره شوې ده."

دغه ګونګسي ځکه خپاره شوي چې ملا عمر ډېرې ورځې نه د ی لیدل شوی او نه يم هم په اړه څه اورېدل شوي دي. د افغان طالبانو ډېرو مشرانو په اړه ویل کېږي چې دوه کاله وړاندې په کوټه کې له خپل اصلي ځايه د پاکستان جنوب لور حيدر اباد او کراچۍ ته لېږدېدلي چې هلته به د امريکا د بي پيلوټه الوتکو له توغنديو خوندی وي.

طالب مشرتابه دغه ګام وروسته له هغه اخيستی چې جنرال ډېوېډ پېټرېيس په ۲۰۰۹ کال کې ګواښ وکړ چې که د ملا عمر ځای ځايګي ور معلوم شو نو ځواکونه به يې ان په کوټه کې هم موخې په نښه کړي.

د يوالي عامل

خو له هغه راهيسې چارې بدلې شوې دي. امريکا اوس له طالبانو سره د سولې په پټو خبرو کې ښکېله ده، او د لږترلږه يوه مرکچې نوم د امريکايي ورځپاڼو له لوري اخيستل شوی، چې طيب اغا دی. دی د ملا عمر نژدې باوري کس او يو وخت يې شخصي سکرتر او وياند هم و.

د پاکستان (ای اېس ای) له څو کلونو راهيسې د دغو خبرو لپاره هلې ځلې کولې، او اوس دا چې امريکا په خبرو کې ښکېله ده (امريکايي منځګړيو په وروستيو مياشتو کې لږ تر لږه دری ځله له طالبانو سره کتلي دي)، نو دواړه سي ای اې او ای اېس ای دې ته تلوسي دي چې ملا عمر ژوندی وساتل شي.

د سولې هر ډول تړون ته په رسېد کې به د ملا عمر د لاس برکت ته اړتيا وي، چې له مخې به يې لا نور توندلاري طالب قوماندان دې اړ کړی شي چې د داسې تړون مادې ومني او له القاعدې او نورو ردوونکيو اړخونو سره يو ځای کېدو ته مخه نه کړي.

پر دې سربېره د نورو افغان ډلو مشرانو، لکه جلال الدين حقاني (چې په پاکستان کې د مېشتې اورپکې شبکې مشري کوي)، زوی يې سراج الدين حقاني او د پخوانيو مجاهدينو مشر ګلبدين حکمتار تر مشرۍ لاندې ډلې، ټولو ملا عمر ته د وفادارۍ ژمنه کړې ده.

په دې ډول ملا عمر د طالبانو ترمنځ د یووالي يوازينی عامل دی، او له وخت مخکې مرګ به يې په چټکۍ طالبان سره ووېشي.

کله چې د افغانستان واګې له طالبانو سره وې، ملا عمر ډېر کم له کندهاره وتلی و. څو کلونه کېږي چې ملا عمر د خپلو ملاتړيو له لوري نه دی ليدل شوی.

يوازې د کوټې شورا ډېرو کمو مهمو مشرانو په اړه – چې د طالبانو د مهمو پرېکړو څښتنان بلل کېږي ـ ويل کېږي ګنې ملا عمر ته لاسرسی لري.

دا څرګنده نه ده چې دی اوس هم د طالبانو د ورځنيو عملياتو د څار چارې په لاس کې لري که څنګه؟ خو دا ځکه د شک وړ خبره ده، چې ده ته له اړتيا سره بيا هم دی په پرله پسې ډول پټ دی.

تر څو تېرو کلونو پورې د ده په اړه داسې ويل کېدل چې ګنې پر موټرسايکل يې افغانستان ته سفر او له خپلو قوماندانانو سره يې ليده کاته کول او د دوی اړتياوې يې څېړلې، خو دا ډول کار نور نه کېږي.

له بن لادن وروسته

اوس موسمي قوماندانان له افغانستان نه کوټې يا کراچۍ ته راځي چې ځانونه په پيسو، وسلو او خوړو سمبال کړي او بېرته نوي جلب شوي کسان وروسره بوځي، خو دوی ډېر کم له ملا عمر سره د ليدو کتو توان لري.

دا يوازې سي ای اې او ای اېس ای نه دي چې په دې موضوع کې ګټه ګوري.

جرمني هم د دې خبرې ډاډمنولو ته لېواله دی چې له مخې يې طالبان د بون راتلونکي کنفرانس کې ګډون وکړي. دغه غونډه به د بون لومړي کنفرانس پر لسمه کليزه جوړېږي، چې له مخې يې په ۲۰۰۱ کال د افغانستان لنډمهاله اداره جوړه شوه.

خو د دې خبرې ترسره کېدو لپاره بايد ملا عمر د هوکړې اشاره ورکړي.

اوس دا چې اسامه بن لادن وژل شوی، داسې هيله ده ګنې ملا عمر به اوس په دې وتوانېږي چې خپل ځان د القاعدې د نړيوال جهاد له ايډيولوژۍ لرې کړي او تر ډېره د يو افغان وطنپال په توګه راڅرګند شي.

ده له عرب اورپکيو سره شخصي اړيکي لرل، چې يو تنظيمي يا ګونديز تړاو نه و (او لکه څنګه چې نورو ډلو کړې، طالبانو بيا هېڅکله القاعدې ته د وفادارۍ لوړه نه ده کړې).

Image caption د احمد رشيد کتاب "طالبان"، په وروستۍ موده کې نوی شوی او بيا خپور شوی دی.

دا د - امريکا، ناټو، پاکستان او افغانستان - ټولو په ګټه ده، چې ملا عمر د اوس لپاره ژوندی وساتل شي.

ده ته د لوبې پای کې اړتيا ده، چې په افغانستان کې په داسې حال کې چې ناټو د خپلو ځواکونو ايستلو ته تياری نيسي، په چټکه رارسېدونکی دی.

د احمد رشيد کتاب "طالبان"، په وروستۍ موده کې په خپله لسمه کليزه نوی شوی او بيا خپور شوی دی. د ده وروستی کتاب "په ګډوډۍ کې لوېدنه – امريکا او په پاکستان، افغانستان او منځنۍ اسيا کې ناورين" دی.

ورته مطالب