په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

مشعل: ملا عمر لادرکه شوی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption مشعل:''زموږ د سرچینو پر بنسټ، د ملا محمد عمر نژدې ملګري او هغه قومندانان چې مستقیماً یې اړيکي ورسره لرل، چې دا اوازې په افغانستان کې جنګېدونکو طالبانو ته هم رسېدلې دي. ''

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې ددوی د سرچینو او د طالبانو د جګپوړو مشرانو د څرګندونو پر بنسټ، د طالبانو مشر ملامحمد عمر له تېرو څو ورځو راهیسې تری تم دی.

د ملي امنیت ویاند لطف الله مشعل خبریالانو ته وویل، اوس ملي امنیت د ملامحمد عمر د وژل کېدا یا هم د نه وژل کېدل په رسمي توګه نه شي تاییدولای.

نوموړي وویل، د ملي امنیت سرچینې ښيي چې له ملا محمد عمر سره د هغه د نژدې ملګرو او جګپوړو طالب مشرانو اړیکي غوڅ شوي دي:

''زموږ د سرچینو پر بنسټ، د ملا محمد عمر نژدې ملګري او هغه قومندانان چې مستقیماً یې اړيکي ورسره لرل، چې دا اوازې په افغانستان کې جنګېدونکو طالبانو ته هم رسېدلې دي. ''