پاکستان: د ترهګرۍ ضد جګړه کې به ريښتینی عمل کوو

Image caption پاکستان استازي ژمنه وکړه، چې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې به یې هېواد ریښتينې ملګرتیا کوي.

په کابل کې د افغانستان، پاکستان او امریکا په درې اړخیزه ناسته کې پر پاکستان ټینګار وشو، چې ترهګرۍ پرضد مبارزه کې پر خپلو مخکینیو ژمنو کلک ودرېږي.

پاکستاني چارواکي وايي له پاکستاني زندانونو نه افغانستان ته د افغان طالب بندیانو د لېږد پر موضوع یې له افغان چارواکو سره خبرې کړې او ددې بهیر ملاتړ کوي.

په کابل کې د امریکا، پاکستان او افغانستان ترمنځ د درې اړخیزو خبرو اصلي موضوع ظاهراً د سولې، ترانزیتي او سوداګریزو اړیکو او ستونزو ، او له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د غازو نل لیکې د لېږد پر سر مسایل وو.

دا ناسته په پاکستان کې د القاعدې ډلې د مشر اسامه بن لادن تر وژل کېدا درې اوونۍ وروسته داسې مهال جوړېږي، چې امریکا پر اسلام اباد له دې کبله فشار ډېر کړی چې ګني د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې یې ریښتینې ملګرتیا نه ده کړې.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سلمان بشیر د خپل هېواد په استازیتوب د بي بي سي یوې پوښتنې ته په ټینګار سره وویل چې هېواد به یې د پخوا پرتله ریښتيني ګامونه اخلي:

''د افغانستان او پاکستان چارواکي په دې باور دي چې ددواړو هېوادونو وګړي اوږد تاریخ او ګډ دودونه لري، او دوی کولای شي چې خپل هېواد پر خپلو پښو ودروي او خپلې ستونزې پخپله حل کړي. دا چې په دې بهیر کې موږ د امریکا له دولت څخه د امتیاز غوښتونکي یو، فکر کوم دا به ناسم کار وي. په پاکستان کې د افغان زندیانانو د راخوشي کولو په اړه باید ووایم چې زموږ دريځ روښانه دی، داسې چې د سولې بهیر باید افغانیزه وي او پخپله د افغانانو په مټ پرمخ ولاړ شي، پاکستان له دې بهیر سره مرستې ته چمتو دی. موږ په دې برخه کې پرون او نن ښې او ګټورې خبرې درلودې.''

کابل وړاندې څو ځلې اسلام اباد تورن کړی، چې د ترهګرۍ په روانه جګړه کې یې د طالبانو او د القاعدې ډلې د ځپلو لپاره کافي هلې ځلې نه دي کړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جاوېد لودين دا ځل له پاکستان څخه په جدي توګه وغوښتل چې پر خپلو ژمنو کلک ودرېږي:

''موږ ته تر هرڅه د سولې بهیر ډېر اهمیت لري، چې په دې بهیر کې موږ دداوړو هېوادو مرستې ته اړتیا لرو. امریکا په دې بهیر کې خپل دريځ روښانه کړی او ملاتړ یې کوي. خو په دې اړه د پاکستان له خوا باید داسې ګامونه واخیستل شي، چې مخکې یې یوازې ژمنې کړې او عملي ګام یې نه دی اخیستی. چې ددې بهیر د کامیابېدو او په افغانستان ېک د سولې راتګ او ثبات د پاکستان د ثبات په معنا دی. ''

د انځور حقوق AFP Getty
Image caption کابل وړاندې څو ځلې اسلام اباد تورن کړی، چې د ترهګرۍ په روانه جګړه کې یې د طالبانو او د القاعدې ډلې د ځپلو لپاره کافي هلې ځلې نه دي کړې.

په دغه ناسته کې په کابل کې د امریکا مرستیال سفیر توني وېن وویل، په افغانستان، پاکستان او سیمه کې امنیت د نړۍ او امریکا په ګټه دی او هېواد یې په افغانستان کې د سولې د بهیر ملاتړی دی.

ښاغلي وېن د امریکايي ولسمشر بارک اوباما په حواله وویل، د افغانستان ستونزه یوازې له پوځي لارې نه حل کېږي باید له سیاسي لارې هم هلې ځلې ګړندۍ شي.

ددرې واړو هېوادونو لومړۍ غونډه په ایبټ اباد کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن تر وژل کېدا یوه ورځ وروسته په اسلام اباد کې د مۍ پر درېیمه جوړه شوې وه.

ورته مطالب