هرات د مرمرو د دریم نړیوال کنفرانس کوربه و

مرمر
Image caption یوشمېر بهرنیو پانګوالو لا له وړاندی په دې ډګر کې پانګې اچونې ته لیوالتیا ښودلې ده.

دا کنفرانس د یوشمېر بهرنیو پانګوالو په ګډون جوړ شوی وو او موخه یې د مرمرو ډبرو د راسپړلو په ډګر کې د بهرنۍ پانګونې هڅول وو. هرات د افغانستان یو له هغو ولایتونو نه دی چې د چارواکو په وینا د مرمر ډیر شتمن کانونه لری.

یوشمېر بهرنیو پانګوالو لا له وړاندی په دې ډګر کې پانګې اچونې ته لیوالتیا ښودلې ده.

تر دې وړاندې هم د مرمر دوه نړیوال کنفرانسونه په هرات کې جوړ شوي و، خو په دې کنفرانس کې د افغان چارواکو او پانګه والو هڅه دا وه چې د مرمرو د کانو د رابرسیره کولو د چارې پر وړاندي د شته خنډونو د ارزونې ترڅنګ، بهرني پانګوال دې ته وهڅوي چې په دې ډګر کې پانګونه وکړي.

د هرات والي داود شاه صبا په یوه خبري ناسته کې هیله څرګنده کړه چې په دې برخه کې شته نیمګرتیاوې له منځه ولاړې شي او په پراخه کچه په کې د پانګونې زمینه برابره شی:

(( په دې کنفرانس کی د بېلا بېلو هیوادونو څخه د درنو میلمنو ګډون په هرات کی د صنایعو د ودې او پراختیا سره د خصوصي څانګو د لیوالتیا څرګندونه کوی. دا ښیی چی په سیمه کی د انکشاف لپاره کافی ظرفیتونه شتون لری.))

ښاغلي سبا هېله وښووده چې د دې کنفرانس د بحثونو په پايله کې د شته وو خنډونو د له منځه وړلو لپاره يوه حل لاره پيدا شي او تر څنګ يې پانګوال د مرمرو په برخه کې پانګونې ته جلب شي.

هرات د مرمر ډبرو شتمن کانونه لري او یوشمېر افغان چارواکي وایی اټکل کېږي چې په ټول افغانستان کی به د شاوخوا یوسلو پنځوس ملیارده ډالرو په ارزښت د مرمر ډبری شتون ولري.

خو دوی ټینګار کوي چې که په دقیقه توګه سروې ترسره شي ښایي تر دی زیات د مرمر کانونه کشف شي.

د مرمرو په دې دریم کنفرانس کې د امریکا ، اېټاليا او هندوستان هیوادنو د سفیرانو ترڅنګ د ځینو هیوادو یوشمېر پانګوالو هم ګدون درلود.

افغان پانګوال هیله څرګندوي چې د بهرنۍ پانګونې په جذبولو سره به د ډیرو داسې کانو د رابرسیره کولو چاره ترسره شي چې تراوسه پټ پاتې دي.

ورته مطالب