پکتیکا کې پر موټر سايکلونو محدوديت زیات شوی

پکتيکا
Image caption په ښرنه کې د بندېز لامل دا ښوول شوی چې ډېر کله وسله وال مخالفين د بريدونو پر مهال له موټرسايکلونو کار اخلي.

د پکتیکا په مرکز ښرنه کې امنیتي ادارو د رسنیو له لارې ځایي اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی چې د ورځې په ښار کې جوړه کسان پر موټرسایکلونو ونه ګرځي.

چارواکو دغه راز کلیوالو ته هم خبر ورکړی چې له مازیګر وروسته په کلیو او بانډو کې هم موټرسایکلونه ونه کاروي.

په خبرتیا کې د بندیز لامل دا ښودل شوی چې د حکومت وسله وال مخالفین وخت ناوخت د بریدونو پرمهال له موټر سایکلونو نه ګټه اخلي.

امنیتي چارواکو ځایي اوسیدونکو ته ګوتڅنډنه کړې چې د سرغړونې په صورت کې به له قانوني سزا سره مخامخ شي.

په پکتیکا کې د حکومت له لورې پرموټرسایکلونو داسې مهال محدودیتونه لګول کیږي چې اوسیدونکي یې د ټرانسپورټ په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

ځایی اوسیدونکي وایی چې دوی د خپلو ورځنیو اړتیاو د پوره کولو لپاره تر ټولو زیاته ګټه له موټرسایکلونو اخلي.

د دوی اټکل دادی چې دا کار به سیمه ييز خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي، خو په وينا يې د وسله والو مخالفینو په بریدونو کمی نه شی راوستلی.

د پکتیکا ځایي چارواکو دغه خبرداری پر داسې مهال ورکړی چې په دې وروستیو کې د حکومت د وسله والو مخالفینو بریدونه د پخوا په پرتله زیات شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې ځايي چارواکي پر موټر سايکلونو بنديزونه لګوي، وړاندې دا بنديزونه په پکتیا او غزني ولايتونو کې هم لګول شوي وو.

خو د دغو ولايتونو ځايي خلک وایي چې په دې سره د مخالفينو په بريدونو کې چندانې بدلون نه دی راغلی او په خبره يې مثبتې پايلې يې نه دي لرلي.

ورته مطالب