په سوېل کې ماين ۸ بهرني سرتېري وژلي

بهرني ځواکونه
Image caption ايساف ځواکونو د وژل شويو سرتېرو هوېت نه دی په ډاګه کړی.

په افغانستان کې میشت ایساف ځواکونو ویلي چې د د دې هېواد په سویل کې یې اته سرتیري د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.

د جمعې په ورځ د ايساف له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د وژل شويو سرتیرو هویت او د پېښې کره ځای نه دی په ډاګه شوی.

بل خوا په سویل کې د سرحدي پولیسو د دریم زون قومندان تفسیرخان خوګیاڼی وایي چې دغه چاودنه د کندهار ولایت په ښورابک ولسوالۍ کی کې رامنځته شوې ده.

تفسیرخان وایي چې ایساف او افغان ځواکونه د پنجشنبې پر ورځ په دغه سیمه کې پر ګزمه بوخت وو چې په یوه کانټینر کې د ځای پرځای شويو چاودیدونکو توکو له امله چاودنه رامنځته شوه:

((دغه پیښه د پاکستان پولز ته څیرمه له داود ټاڼی نه د ۱۹ کیلومتره په واټن کې لرې هغه مهال رامنځته شوه چې د ایساف ځواکونو یوه چورلکه په سیمه کې د کښیناستو په حال کی وه.))

ښاغلی خوګياڼی وايي چې په چاودنه کې افغان او نړیوالو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو په خبره يې کره معلومات نه لري.

پرهمدې مهال د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدي پولیسو قوماندان جنرال رازق بي بي سي ته وویل چې په دغه چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

هغه وویل (( دغه سیمه موږ دوه میاشتې وړاندې د ایساف ځواکونو سره په ګډه پاکه کړې وه، ولې یو ځل بیا وسلوالو مخالفینو خپل فعالیت په دغه سیمه کې ډیر کړی دی.))

طالب ویاند قاري یوسف احمدي وایي چې تیره ورځ یې د کندهار ولایت په ښورابک ولسوالۍ کې د ماین په یوه چاودنه کې اته امریکایي سرتیري وژلي دي.

ښورابک د کندهارسرحدي ولسوالي ده چې د ریګستان او سپین بولدک ولسوالۍ ترمنځ پرته ده چې د پاکستان د کوټې ښار د ګلستان له سيمې سره ګډه پوله لري.

ورته مطالب