په غزني کې انځوریز نندارتون جوړ شو

Image caption په غزني كې دداسې نندارتونو جوړول او هغه هم د ۲۰۱۳ كال په وياړ نه يوازې دا چې نړيوالو ته د غزني په پېژندلو كې خورا اهميت لري، بلكې د نورو فرهنګې كارونو د ودې او غوړېدا په برخه كې هم د فرهنګيانو د هڅونو لامل كېداى شي.

دا لومړى ځل دى چې په غزني كې د تصويرونو نندارتون د ۲۰۱۳ كال په وياړ د غزني د څلورو عكاسانو له لوري د امريكا د سفارت په مالي مرسته د خلكو پر مخ نندارې ته اېښودل كيږي.

په دغه نندارتون كې ټول تصويرونه د غزني د تاريخي ځايونو، څلو، ابداتو ، زيارتونو، غرونو ، درو، او تر يوه بريده هم د نويو رغول شويو پروژو خلكو او د هغوی د ژوندانه د حال په اړه و چې هر تصوير د حال په ژبه د غزني د تېر او حال كيسه كوله.

رحيم الله يوله هغو كسانو دى چې د نندارتون ليدو ته راغلى دى هغه دداسې نندارتونونو جوړول د اهميت وړ بولي او وايي:

''د اننى نندارتون چې زه وينم په حقيقت كې د غزني د تېر او حال د تاريخ ښه بيانوونکى دى. او دا يو ښوونځى هم دى، بل دا چې د ګرځندويانو له پاره هم كېداى شي ښه لارښود وي. او هغوی ته د غزني د پېژندلو په برخه كې ډېر معلومات وركړي.

زه ويلاى شم چې دغه نندارتون د غزني ښه تاريخ او په يوه خونه كې راټول شوى دى. چې په نيم ساعت كې يې سړى كتلاى شي، چې د كلتور او فرهنګ د بډاينې په برخه كې په غزني كې لومړنى ګام دى، زه هيله من چې د پوهنې زده كوونكي يې خامخا وګوري هغوی به ډېر څه ترې زده كړي او هم به د تصويرله لارې له غزني سره اشنا شي.''

په دغه نندارتون كې شاوخوا ۸۰ داسې عكسونه چې تر ډېره يې د ليدونكو پام هم وراړولى ننداري ته اېښودل شوي .

محمد عارف يعقوبي چې ددغه نندارتون له جوړونكو څخه دى وايي، تر ډيره دنندارتون له جوړولو څخه موخه داده چې نړيوالو ته وښودله شي چې غزنى يوازې دجګړومينه ،نه بلكې .دژوند ،مينې، موسكا ،اودوستي ځاي هم دي .

Image caption په دغه نندارتون كې ټول تصويرونه د غزني د تاريخي ځايونو، څلو، ابداتو ، زيارتونو، غرونو ، درو، او تر يوه بريده هم د نويو رغول شويو پروژو خلكو او د هغوی د ژوندانه د حال په اړه و چې هر تصوير د حال په ژبه د غزني د تېر او حال كيسه كوله.

كه څه هم هغه زياتوي چې په تصويرونوكې اصلي سكالو د غزني د بودايي، غزنوي، اوتيموري دورو د بډايه فرهنګ د پېژندلو منځ پانګه جوړوي. خو د نندارتون ځينې ليدونكي بيا نيوكه كوي چې په نندارتون كې ډېرى عكسونوپه څو محدودو سيمو پورې ټړاو درلود.

په غزني كې د سنايي د فرهنګې ټولنې غړى شاه محمود اريا: ''داخو ډيرښه نندارتون وه په غزني دا لومړي وار و، چې داسې نندارتون جوړشو، اوموږ ډېر خوشاله شوو.خو زموږ هيله دوی څخه د اميد لرو چې د ټولنې د يوې برخې خلكو فرهنګ وړاندې نه كړي او بايد د ټولو خلكو فرهنګ وړاندې كړې. دا چې وه محدودو. د څو ولسواليو او څو ابدات چې په مركز كې موقعيت لري د هغو تصويرونه وړاندې شوي وه، د ټول ولايت فرهنګ بايد ورپېژندل شوى واى چې دا يې يوه ستره نيمګړتيا هم وه.''

په ټوله كې د كار پېژاندو په وينا چې په غزني كې دداسې نندارتونو جوړول او هغه هم د ۲۰۱۳ كال په وياړ نه يوازې دا چې نړيوالو ته د غزني په پېژندلو كې خورا اهميت لري، بلكې د نورو فرهنګې كارونو د ودې او غوړېدا په برخه كې هم د فرهنګيانو د هڅونو لامل كېداى شي.

ورته مطالب