د ۲۰۱۱ له پیله افغانستان کې ۲۰۰ ناټو سرتېري وژل شوي

امریکايي پوځيان
Image caption د شمېرو له مخې، د روان ۲۰۱۱ له پیل راهیسې په جنورۍ کې ۳۲، په فبرورۍ کې ۳۸، په مارچ کې ۳۹ په اپریل کې ۵۱ او له مۍ راهیسې ۳۹ بهرني پوځيان وژل شوي دي.

ناټو منلې چې د روان ۲۰۱۱ کال له پیل راهیسې یې په افغانستان کې د وسله والو په بریدونو او سړک غاړې چاودونو کې ۲۰۰ سرتېري وژل شوي.

د شنبې پر ورځ د ناټو په یوه خبرپاڼه کې راغلي، ''ددغه تړون (ناټو) ۲۰۰م سرتېری د شنبې پر ګهيځ د افغانستان په سوېل کې د وسله والو په یوه برید کې ووژل شو. ''

خو په خبرپاڼه کې د وژل شوي سرتېري هویت او د وژل کېدا دقیق ځای نه دی په ډاګه شوی.

او د تېرې جمعې پر ورځ په افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونو ویلي وو چې ددغه هېواد په سوېل کې یې اته سرتېري د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.

د جمعې په ورځ د ايساف له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د وژل شويو سرتېرو هویت او د پېښې کره ځای نه دی په ډاګه شوی.

خو ‎په سوېل کې د سرحدي پولیسو د درېیم زون قومندان تفسیرخان خوګیاڼي ویلي ول چې دغه چاودنه د کندهار ولایت په 'ښورابک' ولسوالۍ کی کې رامنځ ته شوې ده.

که څه هم د وژل شوو سرتېرو هویت نه وو په ډاګه شوی، خو په سوېل کې زیاتره امریکايي، برتانوي، استرالیايي او کاناډايي سرتېري مېشت دي.

د شمېرو له مخې، د روان ۲۰۱۱ له پیل راهیسې په جنورۍ کې ۳۲، په فبرورۍ کې ۳۸، په مارچ کې ۳۹ په اپریل کې ۵۱ او له مۍ راهیسې ۳۹ بهرني پوځيان وژل شوي دي.

وړاندې افغان او ایتلافي ځواکونو روان کال له تاوتریخوالو ډک کال بللی و.

په دې لړې کې وسله والو طالبانو هم ګواښ کړی، چې سږ کال به خپل عملیات او بریدونه ډېر کړي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فو راسموسن د افغانستان لوېديځ هرات ولایت ته د سفر پرمهال بي بي سي ته ویلي وو، افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو تر پيلېدا وروسته به په دغه ولایت کې بهرني ځواکونه د یوې مودې لپاره پاتې شي.

ښاغلي راسموسن وویل، چې د امنیتي مسؤولیت د سپارلو له بهیر سره به د ولايتي بیارغونې د ډلو يا PRT په چارو کې هم په تدريجي توګه بدلون راشي.

ورته مطالب