د پي ار ټي دنده افغانانو ته سپارل کېږي

د ناټو عمومي منشي اندرس فو راسموسن د افغانستان لوېديځ هرات ولایت ته د سفر پرمهال بي بي سي ته ویلي، افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو تر پيلېدا وروسته به په دغه ولایت کې بهرني ځواکونه د یوې مودې لپاره پاتې شي.

ښاغلي راسموسن وویل، چې د امنیتي مسؤولیت د سپارلو له بهیر سره به د ولايتي بیارغونې د ډلو يا PRT په چارو کې هم په تدريجي توګه بدلون راشي.

زموږ همکار سید انور له ښاغلي راسموسن سره ځانګړې خبرې کړې، او په سر یې ترې پوښتلي چې ایا په لومړي پړاو کې به افغان ځواکونو ته ټول امنيتي مسؤولیتونه سپارل کېږي؟

ځواب: دا زموږ اصلي غوښتنه ده. خو دا به یو تدریجي پروګرام وي. ددغه بهیر چټکتیا او څرنګوالی د امنيتي وضعیت پر ښه کېدو پورې اړه لري. موږ دا بهیر په جولای کې پیلوو او اوسني وضعیت ته په کتو سره، په تدريجي توګه افغان ځواکونو ته لانور مسؤولیتونه سپارو.

پوښتنه: ایا له بهرنیو ځواکونو د لېږد په پیلېدو سره، چې په دغو اوو سیمو کې ماموریت لري، په همدغو سیمو کې به پاتې کېږي او که د افغانستان نورو سیمو ته لېږدول کېږي؟

ځواب: زما په فکر، پوځي شتون به تر ډېر وخت پورې دوام وکړي. ګمان نه کوم چې اوس مهال په دې اړه کوم ټاکلی مهال وېش په ډاګه کړای شو. خو په ټوله کې مو یو کُلي مهال وېش جوړ کړی چې پر بنسټ یې د لېږد بهیر په جولای کې پیلېږي او هیله مند یم چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به دا بهیر بشپړ شي. خو لکه څرنګه مې چې وویل، ددې بهیر ډېره برخه به د امنیتي وضعیت پر ښه کېدو پورې اړه ولري.

پوښتنه: کله چې افغان ځواکونو ته امنيتي چارې وسپارل شي، ایا په دغو ولایتونو کې به د بیارغونې د ډلو یا PRT د پرمخ بېولو چارې هم سیمه ییزو چارواکو ته سپارل کېږي، یا وضعیت ته په کتو سره به یې فعالیتونه دوام ولري؟

ځواپ: د لېږد ددې بهیر په اوږدو کې به تاسو د ولايتي بیارغونې د ډلو په مسؤولیتونو او دندو کې د بدلون شاهدان یاست. تر دې مهاله د ولايتي بیارغونې ډلو خپل کار په ښه توګه ترسره کړی دی، دغو ډلو پر ټاکل شوي مهال وېش او تګلارې تر اوسه ښه عمل کړی. خو دا طبيعي ده چې د امنيتي مسؤولیتونو په لېږد سره به یې زیاتره مسؤولیتونه افغان چارواکو ته وسپارل شي.

پوښتنه: افغان چارواکي هم ټينګار کوي چې د القاعده ډلې او اورپکو نور مشران د افغانستان له پولو بهر مرکزونه لري، دې ته په کتو سره چې اسامه بن لادن په پاکستان کې ووژل شو، ایا د پاکستان په اړه د ناټو په دريځ کې کوم بدلون راغلی دی؟

ځواپ: تر ټولو لومړی فکر کوم چې دا د اسامه بن لادن پرضد تر ټولو بریالي عملیات ول، او دا نه یوازې د القاعدې، بلکې د نړیوالې ترهګرۍ لپاره یو ګوزار و. دا له ځانه سره یو روښانه پیغام لري، هغه دا چې تندلاري او اورپکي هېڅ راتلونکی نه لري.

او هیله مند یم په افغانستان کې وسله والو طالبانو ته هم دا پیغام په روښانه توګه رسېدلی وي چې له القاعدې سره خپل اړيکي غوڅ کړي، له تاوتریخوالو لاس واخلي او په یوه فعال سیاسي بهیر کې ځانونه ورګډ کړي. هغه څه چې له پاکستان سره زموږ د اړیکو په اړه دي، زما انګیرنه دا ده چې موږ نه یوازې په افغانستان کې، بلکې په ټوله سیمه کې له پاکستان څخه د امنیت د ټینګښت په برخه کې د قوي همکارۍ غوښتنه کوو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .