په هلمند کې د ناټو بمبارۍ ۱۴ ولسي وګړي وژلي

هلمند
Image caption په وژل شوو کې ۱۲ هغه ماشومان ول، چې عمرونه یې له دوو کلونو ډېر نه وو.

له هلمند نه راپورونه وايي چې نړيوالو ځواکونو پرون په نوزاد کې بمباري کړې او ملکي مرګ ژوبله يې اړولې ده.

نړيوالو ځواکونو ويلي په سيمه کې پر دوی ډزې شوې او په ځواب کې يې هوايي بريد کړی دی.

افغان ولسمشر حامد کرزي په هلمند کې د امریکايانو له خوا د ښځو او ماشومانو دغه وژنه په سختو ټکو غندلې ده.

له ولسمشرۍ په خپره شوې ویناپاڼه کې د کرزي په حواله راغلي، ''ولسمشر کرزي په وار-وار له امریکايي او ناټو ځواکونو غوښتي چې خپل سري عملیات ونه کړي، ځکه چې دا عملیات د افغانستان د بې ګناه خلکو د وژل کېدو سبب ګرځي. دا ډول عملیات انساني او اخلاقي ارزښتونه تر پښو لاندې کوي، خو داسې ښکاري چې زموږ خبرو ته غوږ نه نیول کېږي . ''

په ویناپاڼه کې ولسمشر دا پېښه یوه لویه غلطي بللې ده.

ولسمشر کرزي د هلمند د بمبار په اړه د دغه ولایت چارواکو ته د چټکو پلټنو او د زیانمنو کسانو له کورنیو سره د لازمو مرستو امر کړی.

د هلمند والي وياند داوود احمدي وايي د پېښې په اړه پلټڼه پيل کړې ده.

Image caption د نوزاد اوسېدونکو د وژل شوو ولسي وګړو مړي مرکز لښکرګاه ته راوړي.

خو د اسلم په نامه له سیمې یوه راغلي عيني شاهد ویلي، د تېرې جمعې په ورځ پر ۱۱ بجو ایساف ځواکونو د نوزاد پر 'سره کلا' بمبار کړی، چې په وینا یې ۱۲ کسان په کې وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

نوموړی وايي، ټول وژل شوي عام خلک دی، چې ماشومان او ښځې هم په کې دي.

خو د بي بي سي یو خبریال وايي، چې دا پېښه د تېرې شنبې پر ګهيځ شوې ده.

خو ایساف ځواکونو ویلي، چې له سیمې څخه لومړی پر دوی ډزې شوې، او بیا دوی بمبار پرې کړی دی.

افغان او ناټو ځواکونو په ګډه د برید په اړه پلټنه پیل کړې ده.

له سرې کلا څخه سیمه ییزو خلکو په بمبارۍ کې د وژل شوو مړي مرکز لښکرګاه ته وړي او له والي یې د چټکو پلټنو غوښتنه کړې ده.

دوی ویل چې ''تاسو ګورﺉ چې دا طالبان نه دي.''

وړاندې ولسمشر کرزي پر بهرنیو ځواکونو د ولسي وګړو د وژلو له اړه کلکه نیوکه کړې وه او له هغوی یې په دغه هېواد کې د شپې مهال د عملیاتو د چټکو درولو غوښتنه کړې وه.

د نورستان بمبار

Image caption کرزي یو ځل بیا له ناټو او امریکايي ځواکونو د خپل سرو عملیاتو د درولو غوښتنه کړې ده.

په هلمند کې بهرنیو ځواکونو له هغه دا بمبار کړی، چې په ختيځ نورستان ولایت کې یې په هوايي برید کې ۲۰ پولیس او ۱۸ ولسي وګړي د تېرې چهارشنبې پر ورځ ووژل.

د نورستان والي جمال الدین بدر اې ايف پي خبري اژانس ته د تېرې شنبې پر ورځ د بهرنیو ځواکونو دغه بمبار تایید کړ.

والي دا هم ویلي چې پولیس او ولسي وګړي د اورپکو پر ځای په غلطۍ سره په نښه کړای شوي دي.

تېره اوونۍ نورستان د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د سختې نښتې شاهد و، چې په لړ کې یې ددواب ولسوالي د یو څه وخت لپاره طالبانو ونیوله، خو بېرته حکومت ترېنه خپله کړه.

ددغه ولایت درې نورې ولسوالۍ (کامدیش، وانټ وایګل او برګیمټال) لاهم د طالبانو په ولکه کې دي.

د ناټو په مشرۍ نړیوالو ځواکونو د نورستان د پېښې په اړه د پلټنو خبر ورکړی و.

ورته مطالب