په اروزګان کې افغان سرتېري ناټو سرتېری په ډزو وژلی

Image caption په تېر کې هم څو ځلې افغان سرتېرو پر بهرنیو پوځيانو ډزې کړې او وژلي يې دي.

د افغانستان سوېلي اروزګان ولایت چورې ولسوالۍ په 'مشعل' کیمپ کې د ملي اردو سترتېري د ناټو یو سرتېری په ډزو سره وژلی دی.

د افغانستان په سوېلي ولایت اروزګان کې یوه افغان سرتېري یو ناټ، سرتېري په ډزو وژلی دی.

د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان جنرال عبدالحمید وردګ وایي چې دغه پېښه نن سهار وختي رامنځ ته شو.

هغه وایي چې د ملي اردو د څلورمې لېوا یوه سرتېري نن سهار دغه پوځي په ډزو ویشتلی او وروسته له سیمې نه تښتدلی دی.

ښاغلی وردګ زیاتوي چې دغه کس د خوست ولایت د ټنیو اوسېدونکی دی.

ایساف هم ویلي چې ددوی یو سرتېری دیوه افغان پوځي په ډزو ویشتل شوی.

وسله وال طالبان وایي چې په دغه پېښه کی ۷ امریکایي پوځیان وژل شوي او برید کوونکی د دوی ملګری و.

په تېر کې هم څو ځلې افغان سرتېرو پر بهرنیو پوځيانو ډزې کړې او وژلي يې دي.