په لوګر کې د سړک جوړونې شرکت ساتونکې ووژل شول

د انځور حقوق BBC Pashto
Image caption د ګرديز ملكي روغتون ته وړل شويو مړو او ټپیانو ته خلک راټول شوي

ځايي چارواكي وايي له تيرې شپې نه تر سهاره پورې د التمور په سيمه كې د وسله والو طالبانو او سړك جوړولو شركت د امنيتي كسانو ترمنځ په شوې نښتې کې يوولس (۱۱) تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بريد د لوګر او پكتيا ترمنځ په يوه غرنۍ ناوه كې شوى چې ساعتونه دوام يې كړى دى.

دا سړك د تيرې غاښي له سره دكابل ګرديز له لوى سړكه بيل دغرونو په مینځ كې كوز شوى او بيرته د لوګر په التمور سيمه كې همدې لوى سړك ته ورګډ شوى، چې دا پدې غاښي كې كابل ته د تلو راتلو دوهمه لاره ده.

دلوګر د والي وياند دين محمددرويش د پيښه تاییدوي او وايي چې په دې پيښه كې د سړك جوړولو د شرکت څلور ساتوونكي وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.

د ښاغلي درویش په وینا په بريد كې درې تنه وسلوال هم وژل شوي او د دوئ يو موټر د جګړې په ډګر كې ويجاړ پاتې دى.

د سړك جوړولو يو ساتوونكي چې په ټپي حالت كې د ګرديز په روغتون كې پروت ؤ د تيرې شوې جګړې كيسه داسې وكړه:

(( ۳۰ كسانو په يو وار بريد وكړ اول يې پيره داران ووژل ما دباندې منډه كړه چې يو څنګ ته شوم له شا هغوئ ونيولم يو كلي ته یې بوتلم يو تن راسره پاتې شو هغه مې په خپل ټوپك وويشت زه ترې وتښتيدم.))

كه څه هم دا پيښه د لوګر اړوند سيمه كې شوې خو ټپيان او مړي يې د ګرديزملكي روغتون ته وړل شوي دي.

د بريد مسؤليت وسله والو طالبانو منلى او دعوه كوه چې په بريد كې دسړك جوړونې د شرکت شپږ تنو ساتوونكو ته مرګ ژوبه اړولې ده. دوئ په بريد كې دخپلو دوو تنو ملګرو ټپي كيدل هم مني.

د نښتې سيمه د لوګر اوپكتيا ترمنځ له تېرې غاښي سره د نښتو لوړو غرونو د لړۍ لمنه ده چې د التمور په نوم يادېږي.

كابو دوه اوونۍ وړاندې د پكتيا د وزې ځدراڼو په ولسوالۍ كې هم وسلوالو كسانو د سړك جوړولو دشركت اویا (۷۰) تنوته مرګ ژوبله اړولې وه.