بريتانوی قوماندان: له افغانستان نه بايد ډېر ځواکونه ونه ايستل شي

ډګر جنرال جېمز بکنال
Image caption د د بريتانوي جنرال دغه څرګندونې د بريتانيا د لومړی وزير ډېوېډ کامرون له اعلان وروسته راځي چې د مې په لومړيو کې يې ويلي وو هېواد به يې د روان کال تر پايه ۴۵۰ ځواکونه وباسي.

په افغانستان کې د بريتانيا تر ټولو جګپوړي قوماندان ويلي تر راتلونکي کال پورې بايد د ناټو ډېر ځواکونه ونه ايستل شي.

ډګر جنرال جېمز بکنال طالبانو ته د متضادو اشارو ورکونې په اړه خبرداری ورکړی دی.

نوموړي له ډېلي ټېلګراف بريتانوۍ ورځپاڼې سره د يوې مرکې په ترڅ کې ويلي ناټو تړون بايد په وروستيو کې خپلې لاسته راوړنې ځواکمنې کړي.

د د بريتانوي جنرال دغه څرګندونې د بريتانيا د لومړی وزير ډېوېډ کامرون له اعلان وروسته راځي چې د مې په لومړيو کې يې ويلي وو هېواد به يې د روان کال تر پايه ۴۵۰ ځواکونه وباسي.

د بريتانيا کارګر ګوند بيا د حکومت او پوځ ترمنځ د درز خبرداری ورکړی دی.

د بي بي سي د دفاعي چارو خبريالې کارولاين وايټ په خپل راپور کې وايي:

تر راتلونکي کاله د هر ډول زياتو ځواکونو ايستنې په اړه د جنرال بکنال خبرداری په داسې وخت کې راځی چې واشنګټن او لندن پر دې غور کوي څنګه په افغانستان کې د خپلو ځواکونو په راکمولو پيل وکړي، دې ته له پام پرته چې که په وتلو کې بيړه کوي.

ولسمشر اوباما ژمنه کړې چې راتلونکی جولای به له افغانستان نه ځينې ځواکونه وباسي، که څه هم په همدې وخت کې امريکا پر خپلو ملګريو غږ کړی چې په خورا بيړه وتل طالبانو زړه وروي او په داسې ګام اخيستلو کې بايد احتياط وکړي.

د القاعدې د مشر اسامه بن لادن مرګ د ناټو غړيو هېوادونو پلازمېنو کې پر مشرانو يوازې فشار زيات کړی چې په افغانستان له نژدې يوې لسيزې وروسته خپل ځواکونه بېرته کورونو ته ستانه کړي.

Image caption د بريتانيا کارګر ګوند بيا د حکومت او پوځ ترمنځ د درز خبرداری وکړی دی

داسې ښکاري چې د حکومت جګپوړو څېرو او پوځي قواندانانو ترمنځ به په دې اړه بحثونه او ترينګلتياوې پرله پسې روانې وي چې د ځواکونو را ايستنه بايد څومره په بيړه ترسره شي.

دا سره له دې چې له جنوبي عراق نه د وتلو ياد لا تر اوسه تازه دی، په داسې حال کې چې هېچا د دې احساس ونه کړ چې هلته دنده بشپړه شوه او که څنګه.

په همدې مهال د بريتانيا مخالف ګوند کابينې جوړښت کې د دفاع وزير جيم مورفي ويلي دغه ډول پرېکړې بايد تل د پوځ پر غوره شونې مشورې ولاړې وي.