کرزی: د هوايي بريدونو ادامه د نيواک معنی لري

حامد کرزی
Image caption که ناټو مو خبرې ته غوږ کېنږدي، نو اړيو، يو اړخيز اقدام وکړو.

افغان ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې مېشتو نړيوالو ځواکونو ته خبرداری ورکړ چې له دې وروسته دې په افغانستان کې په بشپړ ډول خپل هوايي بريدونه بند کړي.

ښاغلي کرزي نن په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې نور نو د دغو عملياتو پر وړاندې د افغانانو زغم پای ته رسېدلی دی.

ده د ناټو تر مشرۍ لاندې نړېوالو ځواکونو ته دا خبرداری هم ورکړ چې که بيا يې په افغانستان کې هوايي عمليات وکړل، نو مانا يې نيواک دی. او دا چې افغانان له نيواک سره څه ډول چلند کوي.

ده وويل که ناټو له موږ سره د هغو هوايي بريدونو د بنديدو په اړه چې له امله يې ملکي تلفات رامنځته کيږي موافقې ته ونه رسيږي،افغانستان اړ دی چې يو اړخيزه اقدام وکړي.

خو دا يې نه ويل چې څه به کوي. ښاغلي کرزي وويل چې خپل دغه اقدامات به په راتلونکې اوونۍ کې د ناټو مشرانو ته واوروي.

ده د حکومت وسله وال مخالفين او په افغانستان کې مېشت نړيوال ځواکونو د ملکيانو په وژنه کې په مساوي ډول پړه وبلل.

ښاغلي کرزي څرګنده کړه چې د ملکي افغانانو وژنې د اورپکۍ پر وړاندې جګړه سخته کړې او که دا جګړه همداسې روانه وي، نو ژر نه شي ګټل کېدی.

ولسمشر کرزي د دې ترڅنګ له افغانستان سره د نړېوالې ټولنې د مرستو مننه هم وکړه، او دا يې هم ورغبرګه کړه چې دا د دې مانا نه لري چې د بهرنيانو مرستې ناټو ته دا حق ورکوي چې د افغانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي.

ده وويل د يوه افغان بچي ژوند به د ټولې نړۍ په پيسو ور نه کړي او دا حق څوک نه لري چې د افغان بچي ژوند له خطر سره مخامخ کړي.

ولسمشر کرزي وويل په بيا بيا يې له نړېوالو ځواکونو سره د ملکيانو د خونديتوب په اړه خبرې کړي او هغوی هم ورسره موافقه کړې، خو د ده په وينا بهرنيان په خپلو ژمنو نه دي دريدلي.

ورته مطالب