افغانستان د ورځې څلور څلویښت ټنه سګریټ واردوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي د نویو څیړنو له مخې یوازي په پلازمینه کابل کې په سلو کې شپاړس کسان سګریټ څکوي.

د عامې روغتیا وزارت وايي که دا حالت همداسی پاتي شي نو په راتلوونکو پنځو کلونو کې به په سګریټو د روږدو کسانو شمېره په سلو کې څلورویشتو ته ورسیږی.

د افغانستان دعامې روغتیا وزارت د سګریټو د مصرف د کمولو په خاطر په سرپټو ځایونو لکه رستوراتونو، هوټلونو او دولتي دفترونو کې د سګریټو پر څکولو بندیز لګولی خو دا بندیز تر ډیره نه عملي کیږي.

افغانستان په خپله سګریټ نه تولیدوي، ټول هغه سګریټ چې په افغانستان کې کارول کیږي له بهر نه واردیږي.

د افغانستان د مالیې وزارت بي بي سي ته وویل افغانستان ته هره ورځ څلور څلویښت ټنه سګریت واردیږي خو د نونوموړي وزارت د ویاند عزیز شمس په وینا ددې سګریټو یوه برخه بیرته د افغانستان له لارې نورو هیوادونو ته لیږدول کیږي.

د افغانستان د مالیې وزارت وايي هره ورځ افغانستان ته د لسو ملیونو افغانیو په ارزښت سګریټ واردیږي. په افغانستان کې دسګریټو پر وداردولو په سلو کې لس فیصده مالیه وضع شوې چې دا فیصدي د هغو هیوادونو په پرتله چې غواړي د سګریټو استعمال پکې کم شي ډیره لږه ده.

د مالیې وزارت ویاند ښاغلی شمس وايي دا چې د وارد شویو سګریټو یوه برخه بیرته نورو هیوادونو ته لیږدول کیږي حکومت پلان نلري چې د سګریټو پر واردولو مالیه لوړه کړي.

دا کار ددې سبب شوی چې په افغانستان کې د سګریټو بیه ټیټه وي. د افغانستان په بازارونو کې د یو قطۍ سګریټو بیه شاخوا پنځلس افغانې ده.

ورته مطالب