ناټو: د تخار د برید په تړاو مو تورن کسان نیولی

ښاغلی مشعل د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ښاغلي مشعل دغه راز وویل د کندوز پر والي او امنیې قومندان او د ملي دفاع پر وزارت د بریدونو اصلي طراحان یې نیولي دي.

په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکوکونو په تخار ولایت کې د تېرې سه شنبې ورځې په چاودنه کې د لاس لرلو په تور یو شمېر تورنو کسانو د نیولو خبر ورکړ.

په دغه پېښه کې چې د تخار په مرکز تالقانو کې وشوه، په شمال کې د پولیسو مشر جنرال داود داود او د تخار امنیه قومندان شاه جهان نوري په ګډون دوه افغان او دوه الماني سرتېري ووژل شول.

په چاودنه کې د تخار د والي په ګډون له ۳۰ ډېر کسان ټپیان شول.

د ناټو خپره شوې ویناپاڼه کاږي، افغان او ناټو ځواکونو د ګډو عملیاتو پرمهال په مزار شریف ښار کې د تخار د برید په تور یو کس ونیو.

په اعلامیه کې راغلي چې نیول شوي کس ''د ازبکستان له اسلامي تحریک'' سره تړاو درلود، چې د ناټو په وینا ددغه تحریک مرکز پاکستان کې دی.

ناټو وايي، له نیول شوي کس څخه په ترلاسه شوو معلوماتو کې د هغه یو شمېر نور ملګري هم پېژندل شوي دي.

د ملي امنیت څرګندونې

بل خوا د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي په تخار ولایت کې د دوی څېړنې ښيي چې جنرال داود داود په ځانمرګي برید کې نه بلکې په بمي چاودنه کې وژل شوی دی.

خو د جنرال داود وروربیا وايي، چې ښاغلی داوود په ډزو وژل شوی دی.

بله غاړه د ملي امنیت ویاند وايي مخالفین غواړي د افغانستان په هر ګوټ کې پېژندل شوي اشخاص په نښه کړي او یواځې د شمالي ټلوالې پر کسانو بریدونه نه کوي.

د کندوز پر والي او امنیه قومندان د بریدونو اصلي طرح کوونکو د نیول کېدو خبر هم ورکړل شو.

د جنرال داود داود له وژل کېدو شاخوا پنځه ورځې وروسته د تالقانو ښار د یو لړ لاریونونو شاهد وو، په دغه لاریون کې د تخار پوهنتون استادانو له افغان حکومته وغوښتل چې د شمال د ۳۰۳ پامیر زون د پولیسو عمومي قومندان جنرال داود قاتلین باید معلوم کړي او که تر دوو ورځو یې پایله روښانه نه شي دوی به د پوهنتون دروازې تړلې وساتي

تېره ورځ (سه شنبه) د جنرال داود ورور عبدالعلي هم د فاتحې د مراسمو په ترڅ کې وویل ورور یې په چاودنه کې نه بلکې په ډزو وژل شوی دی:

''کله چې ماین یا بم چوول کیږي، داود نه پکې وژل کیږي، یوازې د هغه پښه ماته شوې وه، خو د داوود له چپې اوږې، سر او سینې څخه دیارلس ګولۍ را ایستل شوي.''

خو د افغانستان د ملي امنیت ویاند لطف الله مشعل وايي دوی تر اوسه داسې نښې نه دي موندلي چې جنرال داود دې په ګولیو ویشتل شوی وي خو زیاتوی چې په دې اړه د دوی څېړنې رواني دي.

''کېدای شي د جنرال داود په بدن کې نښې او پارچې هم موندل شوې وي، چې دا د چاودنې نښې دي، تر اوسه زموږ څېړنیزې ډلې د مرمیو کوم څه موږ ته نه دی ویلی، خو دا پلټنې لانه دي بشپړې شوې او دوام لري.''

بل خوا تېره ورځ د ولسي جرګې غړي محمد یونس قانوني ویلي وو چې مخالفین غواړي د ولسمشر لومړی مرستیال فهیم قسیم، عبدالله عبدالله، عطا محمد نور او پخپله یونس قانوني ووژني، خو د ملي امنیت ویاند وايي د افغانستان د سولې او ثبات دښمنان غواړي چې له هرې لارې د افغانستان نظام وځپي او دا بریدونه یواځې د یوې ډلې پر خلکو نه کیږي:

Image caption د تېرې مۍ پر ۲۸مه د تخار په یوه برید کې جنرال داود داود او د تخار امنیه قومندان شاه جهان نوري ووژل شول.

''دا یوازې په مقاومت او د شمال پر جبهې پر خلکو نه کیږي، تاسو شاهدان یاست حکیم تڼیوال چې په شمالي ټلوالې پورې تړلی نه وو څو کاله مخکې د ترهګرو له خوا ووژل شو، د کندهار د امنیې قومندان جنرال خان محمد شهید شو او هره ورځ په پکتیا، کندوز، ارزګان، زابل، هلمند او نورو ولایتونو کې سلګونه کسان شهیدانیږي او ددوی ترڅنګ مولانا سیدخیلي او جنرال داود هم لوړي چارواکي وو .

نو دا په یوه ځانګړي پوړ او برخې پورې نه دي تړلي، ترهګر غواړي هر هغه افغان چې پر دې خاوره یې زړه سوځي، ووژني.''

ښاغلي مشعل دغه راز وویل د کندوز پر والي او امنیې قومندان او د ملي دفاع پر وزارت د بریدونو اصلي طراحان یې نیولي دي.

ورته مطالب