د افغانستان او امریکا د ستراتیژیکو اړیکو په اړه مشورتي جرګه جوړیږي

ولسمشر حامد کرزی وايي په څو راتلونکو ورځو کې به مشورتي جرګه جوړه شي چې د افغانستان او امریکا د ستراتیژیکو اړیکو په اړه بحث پکې وشي.

ښاغلی کرزی وايي افغانان دې ددې جرګې له لارې خپلې غوښتنې او شرطونه څرګند کړي او وروسته به د خلکو له نظرونو سره سم پریکړه وشي.

داسې تمه هم کیږي چې په دې جرګې کې به په افغانستان کې د امریکا د دایمي اډو پر جوړولو هم بحث وشي.

ولسمشر کرزي وايي په دې جرګې کې به پر هغو اړیکو چې امریکا یې له افغانستان سره او افغانستان یې له امریکا سره غواړي خبرې وشي.

تر دې وړاندې د افغانستان د مشرانو جرګې د څو غړو په ګډون یو شمېر افغانانو ددې جرګې له جوړیدو سره مخالفت ښودلی و.

ولسمشر کرزی وايي دا د افغانانو خوښه ده چې څه غواړي او دهغوی له غوښتنې سره سم به عمل کیږي.

نوموړي وویل: د افغانستان نارینه او ښځینه دې خپل نظریات او اندیښنې له موږ سره شریک کړي. غوښتنې دې په ډاګه او خپل شرطونه دې وړاندې کړي. کله چې ټول افغانان د موافقې یو ګډ نظر ته سره ورسیږي او سند لاسلیک شو بیا به قانوني ادارو ته واستول شي خو دا ولسې جرګې پورې اړه لري چې سند ردوي او که تاییدوي.

تر دې وړاندې ولسمشر حامد کرزي ویلې و چې امریکا باید ددې سند د لاسلیکولو په خاطر د افغانستان شرطونه ومني. د ښاغلي کرزي په وینا د پوځي او ناپوځي مرستو د بڼې بدلون، له افغانستان سره نورې مرستې او دافغان حکومت د پیاوړي کیدو په وړاندې د خنډونو لري کولو له دې شرطونو دي.

په افغانستان کې له څو میاشتو راهیسې د امریکايي دايمې اډو په اړه بحثونه روان دي. یو شمېر ګاونډیو هیوادونو وار دمخه دافغانستان او امریکا ترمینځ د ستراتیژیکو اړیکو او په افغانستان کې د امریکا د دایمې اډو د جوړیدو په هکله اندیښنه څرګنده کړې ده.

ورته مطالب