دستاسي غږ :څومره پرځاى دی چې په افغانستان کې هوايي بريدونه ودرول شي ؟

افغان ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې مېشتو نړيوالو ځواکونو ته خبرداری ورکړ ى چې له دې وروسته دې په افغانستان کې په بشپړ ډول خپل هوايي بريدونه بند کړي.

ښاغلي کرزي د سه شنبې په ورځ په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې نور نو د دغو عملياتو پر وړاندې د افغانانو زغم پای ته رسېدلی دی

ده وويل که ناټو له موږ سره د هغو هوايي بريدونو د بنديدو په اړه چې له امله يې ملکي تلفات رامنځته کيږي موافقې ته ونه رسيږي،افغانستان اړ دی چې يو اړخيزه اقدام وکړي.

ښاغلي کرزي وروسته له هغه داڅرگندونې وکړي چې دتيرې شنبې په ورځ د ښځو او ماشومانو په گډون څوارلس ولسي خلک د ناټو په يو ه هوايي گوزار کې د هلمند په ولايت کې ووژل شول او په سختو ټکو سره يې دهغه غندنه وکړه .

افغان ولسمشر وويل چې ناټو اجازه نه لري چې د افغانانو پر کورونو بمباري وکړي او خبردارى يې ورکړ چې دوام به يې د نيواک په مانا وي .

خو د يته په غبرگون کې دناټو يوې وياندې وويل چې پر کورونو بريدونه اړين دي او له افغان ځواکونو سره به يې په همغږي سره دوام ورکړي

دا جړه له اوږدې مودې همداسې راروانه ده، خو د ښاغلي کرزي وروستۍ څرگندونې تر دا اوسه په سختوالي کې سارى نه لري او د ناټو او کرزي ترمنځ د يوه جدي درز دشتون څرگندويي کوي .

تاسو څه فکر کوي چې په افغانستان کې د ناټو دهوايي عملياتو او پر کورونو دبريدونو ددرولو په اړه د ولسمشر کرزي دغه دريځ څومره پرځاى دى ؟

که غواړي چې په دې اړه په پروگرام کې برخه واخلي ، نو د پنجشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شمير ه راته تيلفون وکړي

٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١

دارنگه په دې پته برښناليک هم استولى شي

Pashto@bbc.co.uk

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .