احدي: پر ترانزيتي تړون هوکړه وشوه

انوارالحق احدي
Image caption دغه تړون به راتلونکو لسو ورځو کې په عملي ډګر کې هم پلی کيږي.

له شاوخوا دری ورځنیو بحثونو وروسته افغان او پاکستاني چارواکي د دواړو هیوادونو ترمنځ د ترانزیت په برخه کې په شوي تړون کې په یو لړ بدلونونو سلا شوي او هغه یې لاسلیک کړی دی.

دغه تړون څلورمیاشتې وړاندې د دواړو هیوادونو ترمنځ لاسلیک شوی و، خو د ځینو ستونزو له امله یې پاکستاني لوري پلي کیدل ځنډولي و.

چارواکي تمه څرګندوي چې له لسو ورځو وروسته به دواړه هیوادونه دغه تړون په عمل کې هم پلي کړي او د سوداګرو شته ستونزې به تر ډیره هوارې شي. په تیرو شاوخوا څلورو میاشتو کې دا دوهم ځل دی چې افغانستان او پاکستان په خپلو کې د ترانزیت په برخه کې تړون لاسلیکوي.

څلور میاشتې وړاندې یاد تړون په اسلام آباد کې لاسلیک کې شو، خو په کې د ځینو ستونزو له امله پاکستاني لوري د هغې پلي کیدو ته غاړه کینښوده. د اختلاف مهم ټکي د سوداګریزو مالونو او لاریو په بدل کې مقابل لوري ته د مالي تضمین ایښودل په ګوته شوي، خو چارواکي وایي له دري ورځینو بحثونو وروسته یې: په تعدیل شوي تړون کې دا ستونزې هوارې کړې دي. د

افغانستان د سوداګرۍ وزیر انوارالحق احدي وایي د دواړو غاړو د لاریو د محصول پنځه ویشت سلنې لپاره یو صندوق جوړ شوی چې د یوې بیمې په توګه به د اړتیا په صورت کې ورځینې ګټه اخیستل کیږي.

ښاغلی احدي تمه څرګندوي چې لس ورځې وروسته به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیت دا تړون عملي بڼه خپله کړي.

پاکستاني چارواکي هم د دغه تړون عملي کیدو ته هیله من دي.

د پاکستان د سوداګری وزیر ظفر محمود په کابل کې د دې تړون د لاسلیکولو پرمهال وویل چې له دې سره به د سیمې په کچه سوداګري نوې ساه واخلي: ((دغه تړون له بنسټه د سوداګریز ترانزیت په اړه دی، خو د سیمه ییزې سوداګرۍ لپاره هم لازمې همکاری په کې په پام کې نیول شوې دي.

تړون به د سیمې په کچه همکاریو کې یو نوی پړاو پرانیزي. چې زما په نظر د سیمې د پرمختګ، اقتصادي ودې او سوداګریزې پرمختیا لپاره ډیر اړین دی.))

ښاغلي محمود د خپل هیواد له لوري ډاډ ورکړ چې د دغې تړون د پلي کولو لپاره به لازمې هڅې کوي.

د دې تړون پر بنسټ د افغانستان لارۍ کولی شي د پاکستان بندرونو او د پاکستان هغه بیا د افغانستان بندرونو ته سوداګریز توکي ولیږدوي او تګ راتګ وکړي.

افغانستان په وچه کې راګیر هیواد دی چې ځمنکنی ترانسپورت ورته ډیر ارزښت لري او که دا تړون پلی شي نو د افغان سوداګرو لپاره به لازمې اسانتیاوې برابرې شي چې تر دې وړاندې ورځینې بې برخې و.

ورته مطالب