افغانستان هند ته د صادراتو د مالیې معافېدل ستایلي

افغاني انار
Image caption تېره میاشت د هند لومړي وزیر من موهن سنګهـ کابل ته د سفر پر مهال له افغانستان سره ۵۰۰ میلیونو ډالره مرسته هم اعلان کړه.

افغان حکومت د هند له خوا پر یو شمېر افغاني صادراتو د مالیې د معافولو د تصمیم هرکلی کړی.

د هند د مالیې وزارت وايي ډهلي دا ځانګړی تصمیم د ځینو لږ پرمختللو هېوادونو لپاره نیولی چې وکولای شي هند ته خپل توکي صادر کړي.

هند ته د صادرېدونکو سوداګریزو توکو پر سر د مالیې معافولو طرحه په ۲۰۰۸ کال کې د هند د لومړي وزیر من موهن سنګهـ له خوا جوړه شوه.

د دې طرحې له مخې ځینې لږ پرمختللي هېوادونه چې هند ته سوداګریز توکي صادروي د مالیې له ورکول معاف بلل شوي دي. افغانستان ته دا امتیاز پنځه کاله وړاندې ورکول شوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی د هند د وروستي تصمیم هرکلی کوي او وايي په دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا ټینکې او پراخې شي.

هند او افغانستان ښې اړیکې سره لري، دا مهال هند ته د افغانستان د صاداراتو کچه په کال کې شاوخوا دوه سوه میلیونو ډالرو ته رسیږي، په داسې حال کې چې له هند څخه افغانستان ته واردات ددې شمېرې درې څلور برابره دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په سیمه کې نور هېوادونه هم وهڅول چې د مالیې د معافولو په برخه کې هند ته ورته ګامونه اوچت کړي:

Image caption تېره میاشت د هند لومړي وزیر من موهن سنګهـ کابل ته د سفر پر مهال له افغانستان سره ۵۰۰ میلیونو ډالره مرسته هم اعلان کړه.

د یو شمېر شنونکو په اند هند په افغانستان کې د پرمختیايي پروګرامونو په پلي کولو سره غواړو چې د خپلو ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا پاکستان په پرتله په دې هېواد کې پراخ حضور ولري.

تېره میاشت د هند لومړي وزیر من موهن سنګهـ کابل ته د سفر پر مهال له افغانستان سره ۵۰۰ میلیونو ډالره مرسته هم اعلان کړه.

دا مهال یو شمېر هندي شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي، چې له هغې جملې یو د حاجیګک د اوسپنې کان دی.

دغه راز اوس وخت سلګونه افغان محصلین په بېلابېلو برخو کې د هند په پوهنتونو کې په زده کړو بوخت دي.

ورته مطالب