د افغانستان په ختيځ کې څلور بهرني پوځيان وژل شوي

کونړ
Image caption ایساف وايي سرتېري یې د سړک غاړې یوه ماین په چاودنه کې وژل شوي، خو د وژل شوو د ملیت او د پېښې کره سیمه یې نه ده په ګوته کړې.

د افغانستان ختيځ ولایت کوړ مرکز اسعد اباد ته څېرمه ځانمرګی برید شوی.

لومړني راپورونه وايي برید پر هغو افغان ځواکونو شوی، چې د امریکا له ځانګړو ځواکونو سره مل دي.

په برید کې لږترلږه د څلورو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

بل خوا په کابل کې د ایساف مطبوعاتي دفتر بي بي سي ته په یوه رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې نن سهار یې په ختيځ افغانستان کې څلور سرتېري وژل شوي دي.

سرتېري یې د سړک غاړې یوه ماین په چاودنه کې وژل شوي، خو د وژل شوو د ملیت او د پېښې کره سیمه یې نه ده په ګوته کړې.

د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو له پیل کیدو راهیسې په دغه هیواد کې نښتو زور اخیستی. په روان کال کې تراوسه څه باندې ۲۰۰ بهرني ځواکونو په دغه هیواد کې وژل شوي دي.

په کونړ کې چارواکو ددې خبر د جوړېدو ترمهاله د ځانمرګي برید پخلی نه دی کړی، خو له سیمې راپورونه وايي چې د یادو ځواکونو د یوه کتار د تېرېدو پرمهال یوې ښځې په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي دي.

بل خوا، په غزني ولایت کې تېر ماښام ښار ته څېرمه د پولیسو او بهرنیو ځواکونو د اکمالاتي کاروان د ساتونکو ترمنځ په نښته کې دوه پولیس، درې کاروان ساتونکي او درې ولسي وګړي وژل شوي.

نښته غزني ښار ته څېرمه شهباز بازار په سیمه کې شوې.

د غزني د امنیت امر محمد حسن وايي دا نښته د کابل -کندهار پر لویه لاره شوې، چې د څرنګوالي په اړه یې پلټنې روانې دي.

بل پلو په همدې ولایت کې چارواكو د يوې ښځينه پوليسې د وژل كېدو خبر هم وركړی.

دوی وايي دغه ښځينه پوليس د يو ه پوليس سرتېري له خوا له هغه وروسته په ډزو سره وژل شوې چې ددوی ترمنځ لفظې شخړه رامنځ ته شوه.

د غزني د امنيت امر وايي قاتل پوليس يې نيولې او دا مهال پوښتنې ترې روانې دي.

چاودنې د پوهنتون دوه محصلین ووژل

بل لوری د افغانستان د سویلي ولایت کندهار د پوهنتون دننه دوه پر له پسې چاودنې شوې چې چارواکي وایي، چاودنې په موټر سیکلونو باندې د تړل شوو چاودیدونکو توکو د چولو پرمټ شوې دي.

په پېښه کې دوه محصلین وژل شوي او د دوو پولیسو په ګډون څلور کسه نور ټپیان دي.

ورته مطالب