برتانوۍ هلیکوپتر هم د لېبیا په جګړه کې ښکېلې شوې

د ډګروال قذافي ځواکونو هغه بریتانوي هلیکوپترې چې په لومړي ځل یې د هغوی پرضد په عملیاتو کې برخه اخیسته تر اور لاندې ونیولې.

د بي بي سي یو خبریال چې له بریتانوي ځواکونو سره په سمندري بیړۍ کې یوځای دی وايي دوو آپاچي الوتکو د بریګه په ښارګوټي کې د ډګروال قذافي د ځواکونو پر پوځي آډو او د رادار پر سیستم بریدونه وکړل.

که څه هم پر دغو هلیکوپترو هم بریدونه شوي خو نه دي لګیدلي. د الوتکې یوه پیلوټ چې نوم یې نه دی څرګند شوی وايي د خپلو بریدونو له پایلو راضي دي:

''موږ خوښ یو چې دا ماموریت بریالی و. ښه احساس مو کاوه چې لاړ شو او خپل کار په مسلکي او سمه توګه ترسره کړو او بیرته روغ رمټ راشو. دا الوتکې د همداسې چارو لپاره جوړې شوي دي.''

د برتانوي هغو ترڅنګ فرانسوي الوتکو هم د ډګروال قذافي د ځواکونو پرضد په بریدونو کې برخه لرله. ناټو وايي ددوی په عملیاتو کې د جنګي هیلیکوپترو برخه اخیستنه به له دوی سره لا ډیره مرسته وکړي چې ملکي وګړي د ډګروال قذافي له ځواکونو وژغوري.

په همدې حال کې د امریکا پارلمان پر ولسمشر بارک اوباما نیوکه کړې چې ولي یې د کانګرس له تصویب پرته امریکايي ځواکونه په لیبیا کې د ناټو په چوکاټ کې په پوځي عملیاتو کې ښکیل کړل.

د امریکا پارلمان له سپینې ماڼۍ غوښتي چې په ۱۴ ورځو کې په لیبیا کې امریکايي اهداف ورته تشریح کړي.

ورته مطالب