'ولسمشر صالح له هېواده نه دی وتلی'

علي عبدالله صالح د انځور حقوق BBC World Service
Image caption که څه هم ولسمشر صالح له ټپي کېدو وروسته په عام محضر کې نه دی څرګند شوی، تېره شپه یې یو صوتي پیغام خپور شو چې په کې وايي زه ښه یم.

د یمن د اطلاعاتو او کلتور مرستیال وزیر هغه راپورونه ردکړل چې وايي ولسمشر علي عبدالله صالح له هیواده وتلی دی.

تر دې وړاندې راپورونو ویل چې ولسمشر صالح له هیواد وتلی دی. د یمن حکومتي سرچینو خبریالانو ته ویلې و چې نوموړی د درملنې په خاطر بهر ته تللی خو دا روښانه شوې نه ده چې د تل لپاره تللی او کنه؟

په یمن کې دغه وروستې پرمختیاوې یوه ورځ وروسته ترهغه رامنځ ته کېږي چې ولسمشر صالح د ولسمشرۍ پر ودانې په یوه راکټي برید کې ټپي شو.

وړاندې د یمن دولتي خبري اژانس ویلې و چې له ولسمشر صالح سره یوځای ټپي شوي چارواکي چې په هغو کې د ولسمشر لوړ رتبه امنیتي سلاکار او صدراعظم هم شامل دي سعودي عربستان ته د درملنې لپاره تللي دي.

که څه هم ولسمشر صالح له ټپي کېدو وروسته په عام محضر کې نه دی څرګند شوی، تېره شپه یې یو صوتي پیغام خپور شو چې په کې وايي زه ښه یم.

له دې سره سره په یمن کې د هغه د روغتیايي حالت په اړه شکونه په خپل حال دي. په همدې حال کې د دولتي ځواکونو او قبایلې یاغیانو ترمنځ نښتې روانې دي او نور قبایلې کسان هم پلازمینې صنعا ته ننوتلي دي.

د صنعا پر سړکونو پوستې اچولي شوي او ټانکونه ځاي پرځای شوي دي.

ورته مطالب