د پکتیا ۸۰٪ ځنګلونه وهل شوي

په افغانستان كې د تېرو كورنيو جګړو پر مهال هېواد ته د وراووښتو زيانونوتر څنګ د شنو ځنګلونو ډيره برخه د بېلابېلو لاملونو له مخې سوځېدلې او يا هم د سيمې د خلكو له خوا په ناقانونه ډول وهل شوې.

د سردارمحمد داود خان تر جمهوريت را وروسته نظامونو په خپل وار د پكتيا ځنګلونه له پامه ورغورځول او له بلې خوا په افغانستان كې اوږدمهاله كورنيو جګړو ناقانونه ځنګل وهنې ته لاره هواره كړه، پايله دا شوه چې خلكو ځنګلونه خپل شخصي ملكيت وګڼل، او په سيمه ييزه قومي كچه يې په خپلو منځو كې سره ووېشل.

له وېشلو وروسته يې ځنګل وهنه او د لرګيو سوداګري دومره پراخه شوه چې هر واكمن نظام يې په مخنيوي كې پاتې راغى.

پكتيا چې يوغرنى ولايت دى د غرونو ډيره برخه يې شنو ځنګلونوپوښلې ده، په هيوادكې د جګړې او بې ثباتۍ له پيل سره سم دپكتيا په شنوځنګلو بلوا ګډه شوه چې د ورانۍ دا لړۍ لا هم روانه ده.

دډيورنډ كرښې ته څېرمه دپكتيا څمكنيو ولسوالۍ ته په دې پلمه ورغلم چې په خپلو سترګو يې وګورم اوس هم شنې ونې پرې كېږي؟ .

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .