ذبیح مجاهد: پر شرکتونو بریدونه کوو

طالبان
Image caption د ذبيح الله مجاهد له لورې په خپره شوې اعلاميه کې اوس ويل شوي چې مفتي رحماني دوى نه پېژني.

وسله والو طالبانو په افغانستان کې د بيا رغاونې چارې د اشغال بې وسلې پروسه بللې او مخالفت يې ورسره ښکاره کړى دى .

د ذبيح الله مجاهد په نامۀ کس چې ځان د طالبانو وياند بولي دا خبرې تر هغه يوه ورځ وروسته په خبر پاڼه کې خپرې کړي چې يوۀ بل فرد د ملا محمد عمر په استازيتوب ويلي و چې د طالبانو مشر د بيا رغاونکو پروژو پر ضد د بريدونو مخالفت کوي .

د ذبيح الله مجاهد له ادرسه په خپره شوې يوه اعلاميه کې ويل شوي چې په افغانستان کې د بيا رغاونې بهير د دوى په وينا د اشغال يوه غير وسله واله پروسه ده .

دا اعلاميه تر هغه يوه ورځ وروسته رسنيو ته استول کيږي چې يوۀ بل کس د مفتي رحماني په نامۀ بي بي سي ته په تيلې فوني تماس کې ويلي و چې د ملا محمد عمر په استازيتوب غږيږي او غواړي د بيا رغاونې پر پروژو بريدونه ونه شي .

بي بي سي د خبر د خپراوي پر وخت د طالبانو له پېژندل شويو وياندانو سره د تماس په نيولو کې بريالۍ شوې نه وه .

د ذبيح الله مجاهد له لورې په خپره شوې اعلاميه کې اوس ويل شوي چې مفتي رحماني دوى نه پېژني.

اعلاميه زياتوي چې د بیا رغونې دا پروژې د امریکا د دفاع وزارت له خوا تمولیږي او بهرني ځواکونه هغه د خپلو گټو لپاره کاروي .

د ذبيح الله مجاهد له لورې په خپره شوې اعلاميه کې د بيا رغاونکو شرکتونو پر وسله والو ساتندويانو هم نيوکه شوې او وايي دغو ساتندويانو پر وسله والو طالبانو بريدونه کړي دي .

د ذبيح اللله مجاهد د خپرې شوې اعلاميې د ځواب لپاره مو مفتي رحماني سره د تماس هڅه وکړه خو ونه توانېدو .

ورته مطالب