د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین پیل شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په ١٤ ولايتونو کې د ماشومانو د گوزڼ يا پوليو د مخنيوي لپاره دماشومانو د واکسينولو لړۍ پيل کړې ده.

دا د هیواد په سويل، سويل ختيځ او ختيځ کې هغه نا آرامه ولايتونه دي چې په تیر کې ډیر شمېر ماشومان پکې له واکسینولو پاتي شوي دي.

دا ولایتونه له پاکستان سره پر پوله پراته دي چې ویل کیږي په ماشومانو کې یې د ګوزڼ نښې هم لیدل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي د واکسین کولو په روان بهیر کې به درې عشاریه یو ملیون هغه ماشومان واکسین شي چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي. دا بهیر د یوشت زرو رضاکارانو له خوا پرمخ بیول کیږي او یو عشاریه درې میلیونه ډالر لګښت یې له افغانستان سره په روغتیايي برخه کې مرسته کوونکي ګالي.

د افغانستان دعامې روغتيا وزارت له قامي مخورو او ملا امامانوغوښتي چې په دغو ناآرامو ولايتونو کې د واکسينولو د لړۍ د پوره برياليتوب لپاره هڅې وکړي.

نوموړی وزارت وايي هرکال نیژدي اته ملیونه ماشومان د ګوزڼ د ناروغې په وړاندې واکسینوي چې له امله یې د ګوزڼ یا پولیو پیښې لږې شوي دي.

د چارواکو وینا ده چې سږکال په افغانستان کې د ګوزڼ درې پیښې ثبت شوي خو همدا شمیره تیرکال اته دیریشتو ته رسیده.

په افغانستان کې ناآمنې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ د مخنیوي په لار کې لوی خنډ بلل کیږي. له همدې امله په تیر کې د ناآمنو سیمو ډیر شمېر ماشومان له واکسین کولو بي برخې پاتی شوي دي.

ورته مطالب