'په تېر یوه کال کې ۷۰۰ افغان بندیان خوشي شوي'

راخوشي شوي بندیان
Image caption د افغانستان د عدلیې وزارت وايي چې د تېر یوه کال په اوږدو کې یې له طالبانو سره د همکارۍ په تور د سلګونه نیول شوو بندیانو دوسیې ارزولې او په دې موده کې ۷۰۰ بندیان خوشي شوي دي .

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان وايي د تېر یوه کال په اوږدو کې ددغو ځواکونو تر کنټرول لاندې زندانونو څخه تر ۴۰۰ ډېر افغان بندیان خوشي شوي دي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس وايي د تېر یوه کال پرمهال افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ترکنټرول لاندې زندانونو کې یې د یو لړ اصلاحاتو لړۍ پیل کړې ده .

ښاغلي پيټرېیاس چې په افغانستان کې یې د توقيفي او اصلاحي عملیاتو د مسؤول رابرټ اس هاروارډ د خدای پامانۍ په مناسبت په مراسمو کې خبرې کولې، وویل د تېر یوه کال په اوږدو کې د بهرنیو ځواکونو تر کنټرول لاندې زندانونو څخه ۴۰۰ افغان بندیان خوشي شوي دي :

''د تېر کال له پیل راهیسې، د بندیانو د ارزونې زرګونه پلاوي ټاکل شوي او تر ۴۰۰ ډېر بندیان مو خوشي کړي دي . یقیناً موږ تل دا موخه لرو چې څومره ژر کېدای شي د زندانونو مسؤولیت د افغانستان حکومت ته وسپارو او په حقیقت کې د زندانونو د سپارلو بهیر د تېر کال په جنورۍ کې پیل شوی او دا بهیر تر اوسه دوام لري او د سلګونه بندیانو کنټرول د افغانستان حکومت ته سپارل شوی دی . د هرې میاشتې په تېرېدو سره، هغه مسؤولیتونه چې افغانانو ته سپارل کېږي، لاپسې پراخه کېږي . ''

پر همدې مهال، د افغانستان د عدلیې وزارت وايي چې د تېر یوه کال په اوږدو کې یې له طالبانو سره د همکارۍ په تور د سلګونه نیول شوو بندیانو دوسیې ارزولې او په دې موده کې ۷۰۰ بندیان خوشي شوي دي .

د افغانستان د عدلیې وزارت ویاند فرید احمد نجیبي وايي دغه کسان د حکومت او نړیوالو ځواکونو تر کنټرول لاندې زندانونو څخه خوشي شوي دي :

Image caption ښاغلي پيټرېیاس وویل د تېر یوه کال په اوږدو کې د بهرنیو ځواکونو تر کنټرول لاندې زندانونو څخه ۴۰۰ افغان بندیان خوشي شوي دي

''د ۱۳۸۹ کال د جوزا/غبرګولي پر ۱۸مه کمېسیون خپل کار پیل کړ، او اړوندو کمېټو ته یې امر وکړ چې خپل کار پیل کړي او د هغو کسانو دوسیې وڅېړې چې د ناثابتو تورونو یا غلطو معلوماتو پربنسټ دا مهال د هېواد په زندانونو کې دي . پلاوي ټول زندانونه او توقیف ځایونه وڅېړل او بیا موږ وتوانېدو چې نه یوازې د بهرنیو ځواکونو تر کنټرول لاندې زندانونو څخه ، بلکې د ملي امنیت او د حکومت له زندانونو څخه هغه ۷۰۰ بندیان خوشي کړو چې تورونه پې نه وو ثابت شوي او د غلطو معلوماتو پربنسټ نیول شوي ول . ''

په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو د بګرام د زندان، چې ۵۰۰ کسان په کې بندیان دي، د یوې برخې چارې افغان ځواکونو ته سپارلې دي.

د بګرام زندان د امریکايي ځواکونو یو تر ټولو بدنام زندان ګڼل کېږي چې د بشري حقونو سازمانونو څو ځلې په کې د زندانانو د ډول ډول ځورونو په اړه راپورونه ورکړي دي .

ورته مطالب