اروپايي بزګرانو ته تاوان ورکول کیږي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په پیل کې اټکل کېده چې دا بکتریا له هسپانیې نه د واردو شوو بادرنګو په وسیله خپره شوې، اوس انګیرنه دا ده چې ددغې بکتریا اصلي ریښه لاهم معلومه نه ده .

د اروپایي ټولنې چارواکو وړاندیز کړی چې هغو بزګرو ته چې په جرمني کې د ایکولای په نامه بکتریا د خپرېدو له کبله زیانمن شوي، د جبران لپاره څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالره ورکوي .

خو اروپايي بزګران د خپلو مېوو او ترکاریو له درکه ور اوښتی بشپړ تاوان غواړي .

د ایکولای په نامه بکتریا تر اوسه ۲۲ کسان وژلي چې اکثره یې جرمنیان دي .

په پیل کې اټکل کېده چې دا بکتریا له هسپانیې نه د واردو شوو بادرنګو په وسیله خپره شوې، اوس انګیرنه دا ده چې ددغې بکتریا اصلي ریښه لاهم معلومه نه ده .

خو تر اوسه پورې ګڼې ترکارې له دې وېرې چې د ایکولای بکتریا ونه لري، له کاره ایستل شوي دي .