قزاقستان دې پناه غوښتونکي ازبکستان ته نه سپاري

د بشري حقونو سازمانونو هغه ګډه اعلامیه لاسلیک کړې چې د قزاقستان له حکومته غواړي چې د پناه غوښتونکو یوه ۲۹ کسیزه ډله بیرته ازبکستان ته وانستوي.

دبشري حقونو ډلې خبردارې ورکوي چې دا کسان د ازبک چارواکو له خوا د شکنجې او ناوړه چلند له ګواښ سره مخامخ دي. د بشري حقونو د څار نړیواله ډله، د بښنې نړیوال سازمان او درې نورې نادولتې موسسې د قزاقستان له حکومت غواړي چې ۲۹ تنه ازبک پناه غوښتونکي بیرته ازبکستان ته وانستوي.

دقزاقستان لوی څارنوال ته په یوې ګډې اعلامیې کې نوموړو موسسو ادعا کړې چې دملګرو ملتونو د څارونکو له خوا په اسنادو کې په ازبکستان کې له محاکمې نه مخکې د نیول شویو کسانو او زناندانیانو شکنجه کول او له هغوی سره ناوړه چلند په ډاګه شوي دي.

دا ۲۹ کسان له نیژدي یو کال راهیسې په قزاقستان کې بندیان وو. ازبک چارواکي دا کسان په ترهګرې او سخت دریځې تورنوي او له قزاقستان نه غواړي چې دا کسان ورتسلیم کړي. خو پر دوی یې د لګول شویو تورونو په اړه هیڅ شواهد نه دي وړاندې کړي.

دا کسان ادعا کوي چې دینداره مسلمانان دي او دازبک چارواکو له ویرې قزاقستان ته تللي راغلي دي.

ددغو کسانو د پناه غوښتنې او ازبکستان ته د نه سپارلو عریضي رد شوي دي. اوس د بشري حقونو ډلې وايي د ازبکستان حکومت تر دې وړاندې هم په زرګونه مسلمانان د سخت دریځې په تور زنداني کړي دي.

اخوا ازبکستان او قزاقستان دواړه وايي چې دمذهبې سخت دریځې له مخ په زیاتیدونکي ګواښ سره مخامخ دي او تر دې وړاندې یې هم یو بل ته د مشکوکو کسانو په سپارلو کې همکاري کړې ده.

ورته مطالب