ولسمشر کرزي پاکستان ته خپل سفر پيل کړ

Image caption ټاکل شوې دواړه مشران د افغانستان او پاکستان په ګډون پر سيمه ييزو موضوعاتو خبرې وکړي.

افغان ولسمشر حامد کرزی به د خپل سفر پر مهال د دواړو هیوادونو ترمنځ د سولې ګډ کمېسیون پرانیزي او ترڅنګ به يې له پاکستاني چارواکو سره د ګډې همکارۍ او اقتصادي مسالو پر سر خبرې وکړي.

ویل کېږي چې د سولې په ګډ کمېسیون کې به په دوو کچو خبرې وشي. په لومړۍ کچه کې د پاکستان له لوري د هغه هیواد لومړی وزیر سید یوسف رضا ګیلاني ، د پوځ مشر جنرال پرویز اشفاق کیاني او د آی اس آی مشر جنرال احمد شجاع پاشا استازیتوب کوي.

او بل خوا به افغان ولسمشر حامد کرزی ، د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د پوځ او استخباراتو مشران د افغانستان په استازیتوب په دغه کمیسیون کې خبرو ته سره کښینې.

د دويمې کچې په خبرو کې به د دواړو هیوادونو د پوځي او استخباراتي ادارو چارواکي او د بهرنیو چارو وزیران غونډه وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي بی بی سی ته وویل چې د دغو چارواکو خبرې به پر دوو ټکو راټولې وي.

باور دا دی چې که د دواړو هیوادونو تر منځ ترانزیتي تړون وشي، نو افغانستان به د لومړي ځل لپاره وتوانیږي چې د واګې بندر له لاري د هند پولي ته ورسیږي.

د دغه تړون د عملي کېدو چارې په متن کې د ځینو اختلافاتو له کبله څلور میاشتې وځنډیدلې، خو یوه اوونۍ وړاندې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ چارواکو د دوېم ځل لپاره تړون لاسلیک کړ او ژمنه وشوه چې عملي چارې به یې د رواني میاشتې پر دولسمه نیټه پیلیږي.

ځینې راپورونه دا هم وایي چې ښایي په دغو خبرو کې له وسلوالو مخالفینو سره د افغان حکومت خبرې اترې هم یادې شي.

د هغو باورونو پر بنسټ چې پاکستان د طالبانو په لیکو کې نفوذ لري او کولی شي چې له وسلوالو مخالفینو سره د حکومت د سولز په بهیر کې ښه رول ولري، نو ویل کیږي چې ښایي ولسمشر په رسمي ډول له پاکستان څخه په دې برخه کې مرسته وغواړي.

دغه راز ویل شوي چې ښايي دواړه لوري د یو بل په هېوادونو کې د بندیانو د هوسایني او دهغوی د بیرته ستنولو په اړه هم یو کمیسیون جوړ شي.

ورته مطالب