د برتانیا بې وزله ماشومان

د برتانیی ماشومان
Image caption په برتانیی کی درې نيم ميليونه کوچنيان په سخته خواری کی ژوند کوي.

په برتانيه کې د عمومي تصور پر خلاف بېوزلي لږه نده او درې نيم ميليونه کوچنيان يې په سخته خوارۍ کې ژوند کوي.

دا په پرمختللې صنعتي نړۍ کې د بېوزلو کوچنيانو خورا لوړه شمېره ده چې پرله پسې حکومتونه يې د ټولنې له نورې کچې سره په سمولو کې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

بي بي سي د نننۍ برتانيا د هغو کوچنيانو پر ژوندانه چې بېوزلۍ خورا سخت ځپلي دي، د غریبو ماشومانو تر نامه لاندی يو مستند فلم چمتو کړى چې پکی یي د داسی ماشومانو ژوند انځور کړی دی.

د دغو ماشومانو د ژوند په باب رپورټ دلته واورﺉ!

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.