د ډيورنډ دواړو غاړو ته د ژورنالیستانو ستونزې

د ډيورنډ پولې دواړو غاړو ته په كار بوخت ژورناليستان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي . په جګړه كې ښكېلې غاړې يې ګواښي، نيسي او ان كله كله يې وژني هم .

زورور هڅه كوي چې ژورناليستان په خپله ګټه استعمال كړي ، او كه ژورناليست دا كار نه كوي د كار په وړاندې يې خنډونه جوړيږي
دا ستونزه څومره پراخه ده او لاملونه يې څه دي ؟

د دې ستونزې حل څه دى يو ژروناليست څنګه له يادو ستونزو سره سره خپل كار مخته وړلى شي .

د دې پوښتنو د ځواب موندنې په هيله زموږ همكار الياس وحدت د پېښور پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي استاد عرفان اشرف، د افغانستان په جنوب ختيځ كې د نيويارك ټايمز ورځپاڼې خبريال فاروق جان منګل او په پكيتيكا ولايت كې د پښتون غږ راډيو يو تن مسوول او د پژواك خبري اژانس له خبريال عبيدالله سرروضه وال سره يو بحث جوړ كړى او تاسې يې اوريدو ته رابولو .

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .