افغانستان د پوځ په اړه د امریکا د پلټونکو راپور رد کړ

افغان ملي اردو د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د پوځي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، تر هغه چې د افغان پوځ د روزنې د مشرتابه چارې افغانیزه نه شي په پوځ کې انګیزه نه شي راتلای .

د افغانستان د دفاع وزارت په افغان پوځ کې د انګیزې، نظم او ابتګار د نشتوالي رپوټونه په کلکه رد کړل .

وزارت وايي له وسله والو طالبانو او د افغان حکومت له نورو مخالفینو سره د د دوی د سرتېرو مخامخېدل د دغو ادعاوو د ردولو لپاره ښه دلیل دی .

د افغان پوځ په لیکو کې د ګډوډۍ د شتون او انګیزې د نشتوالي خبره د امریکايي پلټونکو په یوې وروستۍ ارزونه کې رادبره شوې ده .

د امریکا د دفاع وزارت په یوه راپور کې هم راغلي چې هېڅ یو افغان پوځي ډلګۍ په یوازې سره د امنیت ساتلو جوګه نه ده .

په داسې حال کې چې په همدې میاشت کې د هېواد د یو شمېر برخو د امنیتي چارو مسؤولیت افغان ځواکونو ته سپارل کېږي، د دوی د وړتیاوو په اړه په کور د ننه او بهر هم د څېړنو او بحثونو لمنه پراخه شوې ده .

په دغه لړ کې په لوېدیځ کې یو شمېر څېړنې او راپورونه مخې ته راغلي چې په دې وروستیو کې امریکايي پلټونکو او پنټاګان کړي دي .

دوی له لویه سره د افغان پوځ پر وړتیا شک ښودلی او د هغوی په لیکو کې د نظم، انګیزې او ابتکار نشتوالي ته ګوته نیولې ده .

خو د افغانستان د دفاع وزارت وايي په وسله والو او ځانمرګو بریدونو کې د افغان پوځ مقاومت او مېړانه د دغو ادعاوو د ردولو ښه ثبوت دی .

د امریکايي پلټونکو دغه وروستۍ څېړنه په نورستان ولایت کې د افغان پوځ د یوې ډلګۍ د دوو نظارت کوونکو لیتوانیايي سرتېرو پرڅرګندونو ولاړه ده .

نورستان ولایت د یوې بېلګې په توګه یاد شوی دی .

د طالبانو د برید نکل

لیتوانیايي ناظرینو د طالبانو د یوه برید نکل کړی چې یا په کې افغان سرتېري تښتېدلي او یا هم پټ شوي دي .

ناظرینو ویلي افغان سرتېري د خدمت انګیزه، عسکري نظم او کاري ابتکار نه لري .

بل لوري ته یوې لوېدیځې ورځپاڼې د ناسمو تعلیماتو نشتوالی، د سرتېرو د شمېر کموالی، په پوځ کې فساد او بې سوادي هغه لاملونه یاد کړي چې له مخې یې افغان پوځ د ولس په ساتلو کې پاتې راځي .

د امریکا د دفاع وزارت یو راپور وايي، په تېرو لسو کلونو کې د افغان ځواکونو پر روزلو او سمبالښت لسګونه میلیارده ډالره لګول شوي، خو لا هم دوی خپلواکه نه دي او پر ایتلافي ځواکونو تړلي دي .

د افغانستان د دفاع وزارت دا خبرې نه منې چې ګني افغان پوځ انګیزه او ډسپلین نه لري .

Image caption د افغان پوځ په لیکو کې د ګډوډۍ د شتون او انګیزې د نشتوالي خبره د امریکايي پلټونکو په یوې وروستۍ ارزونه کې رادبره شوې ده .

د وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي له بي بي سي سره په مرکه کې په سختو ټکو کې دا ادعاوې غندلې دي .

د پوځي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، تر هغه چې د افغان پوځ د روزنې د مشرتابه چارې افغانیزه نه شي په پوځ کې انګیزه نه شي راتلای .

یو نظامي کارپوه نورالحق علومي وايي باید افغان ځواکونه د افغان پوځي کارپوهانو له لورې ورزول شي او تر نورو مادي امتیازاتو د مخه باید سرتېرو ته د هېواد پالنې او ولس پالنې ځواکمنه روحیه ورکړل شي .

دا مهال بهرني ځواکونه افغان پوځ او پولیسو ته روزنه ورکوي .

ورته مطالب