افغانستان او پاکستان د کوچنیو جرمونو بندیان خوشي کوي

افغان بندي
Image caption په رسنيو کې وخت په وخت د بنديانو د ستونزو د هوارولو او ادلون په اړه راپورونه راځي خو په تيرو لسو کلونو کې دغه دواړه هيوادونه نه دي بريالي شوي چې د بنديانو په اړه يو غوڅ دريځ غوره کړي او ددې ستونزې جرړې وباسي.

د افغان ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ له پاکستانه بيرته کابل ته ستون شوى پلاوى وايي چې د خپل سفر په ترڅ کې يې د هغه هېواد په زندانونو کې د افغان زندانيانو د برخيلک په اړه هم خبرې کړې دي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر معصوم ستانکزي وويل چې په پيل کې به ددواړو هېوادونو د قوانينو په رڼا کې هغه بنديان له دواړو غاړو پرېښودل شي چې واړه جرمونه يې کړي دي.

دا مهال په پاکستان کې سلگونه افغانان بنديان دي چې ويل کيږي ډېر يې د کډوالۍ د کارتونو د نه لرلو او نورو جرمونو په تور بنديان دي.

چې کله هم لوړپوړي افغان پلاوي پاکستان ته رسمي سفر کوي ښايي د هغو کورنيو هيلې وټوکوي چې کوم خپل خپلوان يې د پاکستان په زندانونو کې بندي وي .

د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ چې پاکستان ته کوم جگپوړى پلاوى تللى و،تر بيرته ستنېدو وروسته ترې پر دې اړه په کابل کې د خبريالانو له خوا پوښتنې وشوې د پلاوي استازو د ځينو رسنيو هغه اوازې رد کړې چې گواکې افغان او پاکستاني چارواکو يو تر بله د سلگونو بنديانو نوملړونه شريک کړي دي .

خو د پلاوي يوۀ غړي او د افغانستان د سولې د عالې شورا د دارالانشاء مشر معصوم ستانکزي وويل چې د بنديانو په اړه خبرې شوې دي چې په پيل کې به ددواړو هيوادونو د قوانيو په رڼا کې د هغو بنديانو خوشې کولو ته لاره پرانيزې چې په وړو جرمونو تورن دي .

هغه افغانان چې د پاکستان له زندانونو څخه خلاص شوي او پاکستان ته راغلي دي وايي چې گڼ افغان بنديان د کډوالۍ د کارتونو د نه لرلو له کبله د بند شپې او او ورځې تيروي، وايي ډير شمير بنديان بيا چې په راز راز جرمونو تورن دي يو شمير يې له يوې خوا له خپلو کورنيو سره اړيکي نه لري،او بله غاړه د پيسو د نشتوالي له کبله ځان ته د مدافع وکيل هم نه شي نيولاى.

بله غاړه د افغانستان په زندانونو کې هم يو شمير پاکستاني وگړي بنديان دي.

په رسنيو کې وخت په وخت د بنديانو د ستونزو د هوارولو او ادلون په اړه راپورونه راځي خو په تيرو لسو کلونو کې دغه دواړه هيوادونه نه دي بريالي شوي چې د بنديانو په اړه يو غوڅ دريځ غوره کړي او ددې ستونزې جرړې وباسي.

ورته مطالب